افغان ماشومانو او نویو ځوانانو ته له مثبت پیغام سره ادبیات

افغان ماشومانو او نویو ځوانانو ته له مثبت پیغام سره ادبیات
۰۸٫۸٫۱۳۹۶
admin

د داستان لیکنې دسیالی لپاره لومړنۍ عمومی بلنه(د ماشوم او نویوځوانانو رُمان) ځواکمن/توانا

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز ACKU د ځواکمن/توانا د پروګرام (ABLE ) له لارې د ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره د داستان لیکنې د سیالی لومړنۍ عمومی بلنه اعلانوی.
دا یوه سراسری پروژه ده. د افغانستان ټول لیکوالان، د ځوانو او نویو ځلمیو لیکوالو په ګډون چې په پښتو یا دری پارسی ژبه لیکنه کوی(پرته د دوی د اوسیدو د ځای او ملیت له پام کې نیولو څخه) په دغې سیالۍ کې ګډون کولای شی. د آثارو د رالیږلو د مودې له پای ته رسیدو څخه وروسته شل اثرونه(لس پښتو او لس پارسی دری) په لومړی پړاو کې غوره کیږی. د ارزوونکی هیات له خوا د دغو شلو آثارو له غوره کولو او امتیاز ورکولو وروسته په دوهم (وروستی) پړاو کې له شلو غوره شویو آثارو څخه، شپږ یې (درې پښټو او درې دری پارسی) د تر ټولوغوره اثارو په توګه پیژندل کیږی، د هغو لیکوالو ته نغدی جایزه ورکول کیږی.

د دغې سیالی د ترسره کولو موخه

• د هغو روزنیزو پیغامونو لرونکو کتابونو لیکلو ته د افغانستان د لیکوالو هڅول او ملاتړ کول چې له فرهنګی پلوه مناسب او افغان ماشومانو ته ځانګړی شوی وی.
• هغو له ۹ څخه تر ۱۲ کلنوماشومانو ته د پوهیدو وړ او ساده ژبه باندې د سولې، زغم، لوریېنې، جنسیتی برابری او یو د بل د منلو د مفاهیمو لرونکو کتابونو چمتو کول، چې د جګړې په چاپیریال کې اوسیدلی دی،
• د لوستلو له لارې د ژبې پراختیا او د زده کولو د مهارت د پیاوړی کولو په خاطر د افغانستان له ماشومانو سره مرسته.

د سیالی شرایط

الف) د آثارو موضوع : د لیکوالو د داستانونو مجموعه باید مثبت پیغام ولری او له لاندنیو موضوعاتو څخه اقلاً د یوې لرونکی وی:
• په ټولنیزو او ډله ییزو فعالیتونو کې ګډون،
• یوبل منل، توپیرونو او تنوع ته درناوی، په ماشومانو کې د زغم او ګذشت د روحیې پیاوړی کول،
• جنسیتی برابری ،
• د شخړو سوله ییزه هواری او د پخلایینې له لارې څخه د ستونزو حل کول،
• د مشرانو، بوډاګانو او د ټولنې د نورو وګړو درناوی،
• قانون ته درناوی.
ب) د ګډون کوونکو شرایط : لیکوالان باید خپلو داستانی آثارو کې لاندنی شرایط په پام کې ونیسی:
• د هر لیکوال یواځې یو اثر منل کیږی (په پښتو یا پارسی دری ژبو)،
• لیکوالان باید خپل اثر د هیواد له رسمی ژبو څخه یواځې په یوه ژبه (پښتو یا دری پارسی) باندې ولیکی،
• د هر داستانی اثر ټول حجم باید لږ ترلږه شل زره کلمو څخه کم نه وی،
• لیکوال باید د ځوانانو او نویو ځوانانو سنی شرایط په پام کې ونیسی او داستان باید له ۹ تر۱۲ کلنو نویو ځوانانو ته لیکل شوی وی.
• د داستان اصلی شخصیت باید د ۹-۱۲کلونو عمر لرونکی وی،
• د کتاب منځپانګه باید بوختوونکی او تفریحی اړخ هم ولری او د پورته یادې شوې ډلې دعمر لپاره وی ( اثر باید نه ډیر ستونزمن او نه هم ډیر ساده او سرسری وی)،
• د داستانی اثارو له رالیږلو مخکې باید لیکوال په دې باندې ډاډه شی چې لیکنه یې پوره ایډیټ شوې او بیا یې سیالی ته راواستوی،
• د لیکوال اثر باید له دې څخه مخکې په هیڅ ځای کې نه وی چاپ شوی،
• لیکوال باید خپل نوم، کورنی نوم ، د ټیلفون شمیره، د خپل ژوند ځای په یوه جلا فایل کې زموږ په پته راواستوی.
• لیکوال کولای شی د ۰۷۲۸۱۴۷۳۵۹ شمیرې تیلفون، SMS یا د ایمیل له لارې ډاد راکړی.
• په سیالی کې د حاضریدو له اعلان څخه وروسته، لیکوال خپل لومړنۍ فهرست Online او د داستان ټول جوړښت( انځور، پرسوناژ، شخصیتونه، اوج، غوټه او غوټه پرانیستل، پایله او د داستان پای) دې مونږ ته زمونږ په ایمیل راواستوی.
• لیکوال باید خپل بشپړ اثر په ورډ Word فایل کې د dastan@acku.edu.af په پته راواستوی.

د آثارو د رالیږلو وخت او مهال

لیکوال کولای شی دخپل رُمان په هکله پروپوزل – ابتدایی طرح د ۱۳۹۶ل. کال د لړم د میاشتې له لسمې (د۲۰۱۷م. دنومبر له لومړۍ) څخه د لیندۍ د میاشتې تر ۲۴مې پورې (د۲۰۱۷م.کال دډسمبر تر ۱۵مې پورې) را واستوی. د معلوماتو مرکزپیشنهاد شوی طرح ارزوی او لیکوال ته لازم نظر ورکوی. د اثر تر بشپړیدو وروسته د منلو نهایی نیټه د ۱۳۹۶ل. کال د سلواغې ۲۶مه(د۲۰۱۸م.کال دقبروری ۱۵مه) ده.

جوایز

د داستانی شپږو آثاروهر وړونکی لیکوال ته زر امریکایی ډالره نغده جایزه ورکول کیږی.

د) د اثارو غوراوی

• د لا روڼتیا په موخه، د ارزوونکو نومونه د سیالی د پای په غونډه (مراسمو) کې اعلانیږی،
• په ارزوونکی هیات کې شپږتنه دی ( درې تنه د پښتو اثارو لیکوالان او درې تنه د دری ژبې د آثارو لیکوالان) دی،
• لومړنیو شپږو تنو (درې تنه پښتو او درې تنه پارسې دری لیکوالو) ته ټاکلې نغدی (د۱۰۰۰دالرو) جوایز ورکول کیږی،
• د افغانستان د معلوماتو مرکز د ځواکمن/ ABLE پروګرام به نورو ۱۴ لیکوالو ته چې اثار یې د پورتنیو شلو غوره لیکوالو په اثارو کې ندی راغلی، ستاینلیکونه ورکړل شی،
• د شپږو تنو ممتازو لیکوالو شپږ غوره شوی آثار به له انځورونو او د آثر د پاڼو د ښکلی سکښت سره په څلورزره نسخو کې چاپ او د هیواد ۳۴ولایتونو کې به وویشل شی،
• د نورو ۱۴ اثارو لیکوالو لپاره، چې دغو ترټولو غوره آثارو کې ندی راغلی، د افغانستان د معلوماتو د مرکز د نشراتی پروګرام ځواکمن/ ABLE له خوا په پښتو او دری نشر او د دغه د پروګرام له خوا به لیکوالو ته به یې د آثارو حق الزحمه ورکړل شی،
• د ځواکمن/توانا ABLE پروګرام به ۱۴نورو لیکوالو ته چې آثار غوره ندی شمیرل شوی، د ستاینې دړه ورکړی،
• د شپږو غوره شویو کتابونو د نشر امتیاز د افغانستان د معلوماتو مرکز پورې اړه لری.

د اړیکو شمیره او ایمیل:

د پښتو پی دی اف کاپی

Tel:+93(0)728147359 e-mail: dastan@acku.edu.af I

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید