انځورونه

د افغانستان د معلوماتو  د مرکز انځورونه په بیلابیلو ګالریو کې خوندی او ویشل شویدی او د هر یوه انځور په هکله کره معلومات چمتو شوی دی (http://ackuimages.photoshelter.com )

ټول دغه انځورونه د لټولو وړتیا لری او څیړونکی کولای شی له دغو لږموندل کیدونکو انځورونو څخه دافغانستان د خلکو د فرهنګ او تاریخ د روښانه  کولو لپاره  په خپلو څیړنو کې کار واخلی. د انځورونو فهرست کول په ۱۳۴۹ ل.کال کې  پیل او تر اوسه دوام لری.

په اوسنی وخت کې د ټولولپاره څلور لوی او مهم کلکسیونونه شته:

۱.  دخلیل الله سراج ټولګه چې له ۱۲۹۵ل.کال څخه تر ۱۳۰۸ل. کال پورې ډیر ښکلی او پخوانی انځورونه  لری.

۲.  دلویس دوپری ټولګه چې له ۱۳۲۹ل. څخه تر ۱۳۷۴ل. کال پورې د ډیرو بیسارو انځورونو لرونکی ده. دغه انځورونه په ټول افغانستان کې د لویس دوپری دسفرونو په ترڅ کې چمتو شوی دی چې په هغو کې دلرغونپوهنې  او د جهاد په دوران کې له مجاهدینو سره اخیستل شوی عکسونه دی.

۳.  د ډاکټر ویلیام بارتون ټولګه، نوموړی دعامې روغتیا متخصص و چې په ۱۳۴۴ل. کال کې یې په کابل کې د روغتیا سیستم څېړلی و.

۴.  د جین ویلسی ټولګه  چې په هغې کې له ۱۳۵۷ل.کال څخه د وروسته شلو کلونو په دوره کې په پاکستان کې د افغانستان د پناغوښتونکو د پنډغالو انځورونه دی.