دواشنګټن ډی سی په ښار کې دافغانستان د معلوماتو دمنبع مرکز(ACKU) هرکلی، ستاینه

دواشنګټن ډی سی په ښار کې دافغانستان د معلوماتو دمنبع مرکز(ACKU) هرکلی، ستاینه
۱۰٫۱۱٫۱۳۹۲
admin

په کابل پوهنتون کې دافغانستان د منبع دمرکز موسسه او مشره میرمن نانسی هیچ دوپرې دامریکادمتحده ایالتونو دواشنګټن ډی سی په ښار کې دیوې لویې غونډې په ترڅ کې، چې دامریکا لوړ پوړیو ورچارواکو او مهمو افغانی شخصیتونو په ګډون د ۲۰۰۹م کال دسپتمبرپه میاشت کې جوړه شوې وه، وستایل شوه.

دافغانستان او پاکستان له پاره دامریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی ښاغلی ریچارډ هولبروک چې یو شمیر لوړپوړیو همکارانو په ملګرتیا یې ددغې غونډې مشری پر غاړه درلوده، دافغانستان دفرهنګی میراثونو دپیژندنې په اړه یې میرمن نانسی هیچ دوپری داوږدې مودې خدمتونه وستایل . ریچارډهولبروک او نورو ملګرو ویناوالو یې په تکرار سره وویل چې دمیرمن نانسی خارق العاده کارونه، چې دافغانستان دنوی تاریخ له پاره یې کړی وو. دې ته اړباسی چې دهغې په امریکایی توب وویاړی .ښاغلی هولبروک له وخت څخه په استفاده دافغانستان په هکله دامریکا متحده ایالتونو دبهرنۍ پالیسۍ په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې. هغوی دافغانستان دټولنیزو تاسیساتو، سیاسی او اقتصادی ډګرونو دامریکا دمرستو اوخضور د دوام په اړتیا دټینګار کولو په ترڅ کې زیاته کړه: داټینګار په دې معنا نه دی چې دعامه اطلاعاتو او پوهنې په ډګرونو کې، چې میرمن نانسی پکې په خدمت او فعالیت بوخته ده، کم یا لږ ارزښتی وګڼل شی.

میرمن نانسی دوپرې هغو ستاینو له امله چې ددې دفعالیتونو په اړه وشوی دمننې څرګندولو په ترڅ کې په کابل پوهنتون کې دافغانستان دمعلوماتو دمنبع دمرکز دچارودپرمختګ او دغسې یو مرکز ته دکلکې اړتیا په هکله خبرې وکړی. میرمن دوپرې زیاته کړه: ددې مرکز دنوې ودانۍ بنسټ د۲۰۰۹م کال دجون په میاشت کې کیښودل شو او ددې مرکز دکلکسیونونو ډیرې مهمې برخې ډیجیټل کړای شوې. دکلکسیون ډیجیټل کول به داسانتیا برابره کړی چې په افغانستان پورې اړوند معلومات په افغانستان کې دپوهنتون له مخ پرودې او پراختیا سیستم او همدارنګه دټولې نړۍ دڅیړونکو په واک کې ورکړی.

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید