زموږ په هکله

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز، د تاریخي- څېړنیزو اسنادو د راټولولو، وړاندې کولو او ډلبندۍ په برخه کې د سیمې په کچه تر ټولو مخکښ بنسټ دی. د هغو اسنادو عمده برخه چې د دغه مرکز په ارشیف کې ساتل کېږي، په ډیجیټلي بڼه د لاسرسي وړ ده.

د افغانستان معلوماتو مرکز مأموریت په افغانستان کې د کتاب‌لوستلو یا مطالعې فرهنګ دودول، د اکاډمیکو څېړنو او تحقیقي پروګرامو له‌پاره د تحقیقي منابعو غني کول دي.

اساساً دغه بنسټ په لومړي سر کې د اکبر نشراتي بنسټ د تحقیقاتي منابعو(ARIC) په توګه پېژندل کېدو او د دغسې یوه جامع بنسټ جوړېدل د فقید لویس دوپرې او نانسي دوپرې د طرحو او اندونو زېږنده ده.

په ۱۸۸۹زېږدیز کال د لویس تر مړینې وروسته نانسي دوپرې، د لویس مېرمنې، د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د فرهنګي او زده‌کړې مرکزونو د پیاوړي کولو کار پیل کړ. وروسته وروسته یې په ۲۰۰۶زېږدیز کال کې د پوهنتون په انګړ کې د «اطلاعاتو هم‌رسونې له لارې ملت جوړونه» تر شعار لاندې د افغانستان د معلوماتو مرکز جوړ کړ. دغه بنسټ بیا وروسته د ۲۰۱۳زېږدیزکال د مارچ په ۲۷مه نېټه د جمهور رئیس اشرف غني له لوري رسماً پرانستل شو.