پېژندنه

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د مرکز (ACKU) رامینځته کیدل د فقید پروفیسور لویس دوپری یوه ستره هیله او ارمان و، چې له دې څخه مخکې په ۱۳۶۸ل. کال کې یې په پیښور کې د اکبر (ACBAR) د مؤسسې په چوکاټ کې د اکبر د اطلاعاتی او نشراتی منابعو د مرکز (ARIC) په نوم بنسټ کیښودل شو.

پروفیسور لویس دوپری به تل دا ویل: له هیلو څخه یې یوه دا ده، چې افغانستان د دغه فرهنګی مرکز له لارې وپیژندل شی. په پنځوسمه لمریزه لسیزه کې به د لویس د استوګنې کور زیاتره له افغان او نړیوالو څیړونکو او زده کوونکو څخه ډک و، چې د علمی او څیړنیزو موضوعاتو په اړه به یې پخپل منځ کې بحثونه او نظریات تبادله کول.د جګړې په کلونو کې «لویس» پخپلو هغو سفرونو کې، چې د افغانستان په پولو او سرحدونو کې یې درلودل، د افغانستان په اړه نوې پوهه او لید تر لاسه کړ. په داسې حال کې چې نانسی هیچ دوپری په نړۍ کې د افغان کډوالو او پناه اخیستونکو د ډېرې لوړې شمېرې په اړه څیړنه او د افغانستان د مسایلو کتنه کوله. په همدې وخت کې په افغانستان کې مهمې تاریخی پیښې د تشکل په حال کې وې، چې دافغانستان د فرهنګی میراثونو لویه برخه شمېرل کېده او د دې اړتیا وه چې زموږ د تاریخ د یوې برخې په توګه ثبت شی. همدا لاملونه د دې سبب شول چې لویس دوپری داسې یو مرکز رامینځته کړی، چې د کړکیچ او بحران د دورې د بیلابیلو اړخونو په اړه پراخ او ډول ډول معلومات راټول کړی.

د فقید پروفیسور لویس دوپری له مړینې وروسته په (۱۹۸۹م) کال کې د هغه مېرمنې، د چارو واکې په لاس کې ونیولې او د هغه د مفکورو په پلی کولو یې پیل وکړ.

 

په ۱۳۸۳ل. کال  کې  دغه بنسټ له پیښور څخه کابل ته راولیږدید. د کابل پوهنتون پخوانی رئیس ښاغلی ډاکټراشرف غنی، په مؤقتی توګه د دې مرکز له پاره یوځای د کابل پوهنتون په کتابتون کې ځانګړی کړ. وروسته بیا د هېواد د هغه مهال ولسمشر جلالتماب حامد کرزی په ۱۳۸۵ ل. کال کې د دولت له پرمختیایی بودجې څخه، په کابل پوهنتون کې د دې علمی فرهنګی مرکز د نوې ودانۍ د جوړولو له پاره یو څه پیسې تصویب کړې. همدارنګه د افغانستان د معلوماتو د مرکز له پروګرامونو څخه د ملاتړ له پاره په ۱۳۸۵ل. کال کې د دوپری بنسټ په نامه د امریکا د متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې یو مرکز تأسیس شو. (http://dupreefoundation.org)

د افغانستان د معلوماتو د مرکز نوې ودانۍ په ۱۳۹۲ل. کال کې د وری د میاشتې په دوهمه نېټه د کابل پوهنتون په وربوی کې پرانیستل شوه. د دې  ودانۍ د جوړولو کار د افغانستان د دولت په مرسته او د نړیوالې ټولنې په ګډون بشپړ شو. د هغه تفاهم لیک له مخې چې د۱۳۹۲ل. کال د سلواغې په میاشت کې د لوړو زده کړو له وزارت سره لاسلیک شو، دغه مرکز کولای شی د کابل پوهنتون دننه په خپلواکه توګه فعالیت وکړی.

په پای کې په کابل پوهنتون کې د (ACKU) په رامینځته کیدو سره د پروفیسور لویس دوپری یو لوی ارمان، چې د افغانستان د نوی تاریخ د کړکیچ او بحران د کلونو په اړوند د سندونو او معلوماتو د راټولولو او ساتلو له پاره یې درلود، په واقعیت  بدل شو.

د بېلګې په توګه نن ورځ په دغه مرکز کې له ۱۲۰۰۰۰ څخه زیات سندونه راټول شوی، د افغانستان د معلوماتو د منبع د مرکز زیاتره کلکسیونونه په دری، پښتو او انګلیسی او ځینو نورو ژبو دی. دغه سندونه له ځینو سرچینو، لکه: دولتی ارګانونو،  د ملګرو ملتونو نمایندګیو، نا دولتی سازمانونو، نړیوالو څیړونکو او کتونکو له خوا راټول شوی دی، چې زیاتره یې د روغتیا، کرنیزو فعالیتونو، سیاسی تحلیلونو او داسې ځانګړی سندونه او تحلیلونه، دښځو دحقونو، د وروستیو قوانینو، دجهاد او مجاهدینو د نادرو او لږ موندل کیدونکو خپرونو، دفرهنګی میراثونو پورې اړوند د افغانی لیکوالو او څیړونکو دلیکنو په هکله دی. نن ورځ دغه مرکز په سیمه کې د افغانستان په اړه د معلوماتو ډېر بډای مرکز ګڼل کیږی.

د دغه  مرکز اساسی موخه، د څیړنو د اسانتیاوو برابرول او د مطالعې د فرهنګ ترویج او عامول او په پای کې د پوهې دخپرولو له لارې د ملت جوړونې په چاره کې ګډون کول دی.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو  مرکز خپله پاملرنه دې لاندې څلورو سترو موضوعاتو ته وراړولې ده:

  • د افغانستان د معلوماتو د مرکز د کلکسیونونو پراختیا او دکتابونو راټولول.
  • د ځواکمن (ABLE) د کتابتونونو پراختیا.
  • علمی څېړنې