مطبوعاتی اعلامیه

مطبوعاتی اعلامیه
۱۲٫۲۰٫۱۳۹۶
communications

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز د څېړنیزو مقالود سلسلې پرانیسته

د لوړ کیفیت آرټس ، وګړپوهنه او د ټولنیزو علومو د څېړنیزو مقالو د پاره یو پلیټ فارم (چوکات) جوړول.

کابل، افغانستان ۱۱ مارچ ،۲۰۱۸په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز د څېړنې څانګه  ویاړ لری چې د څېړنیزو مقالو خپله آنلاین لړۍ پیل کړی. دا مقالې په دری او پښتو ژبو کې موجودې دی او په افغانستان کې یا د افغانستان په هکله اصلی اکادمیکې څېړنو باندې ولاړې دی. د دې موخه دا ده چې دغه څېړنې مونږ ډیرو هغو افغانانو ته  ور ورسوو چې د دې جوګه وی ترڅو دې څېړنیزو مقالو ته لاس رسی ولری او د معلوماتو مرکز دننه او بهر یې  ډاونلود کړی. دا د اکادمیکې څیړنې د پروسې مختلف پړاوونه ښودنه

کوی، د میتودولوژۍ له انتخاب کولو نه تر تنقیدی کره کتنې او د موندنو شریکولو پورې.

لومړۍ دوه مقالې موجودې دی

د لندن د سیټی پوهنتون او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز د ګډې څېړنیزې پروژې له رامنځته کېدو سره ، لومړی دوه کاری مقالې “ دجګړې څخه  اغیزمنو هېوادونو کې ساحوی کار ترسره کول: ننګونې او تګلارې”  او” په افغان شفاهی کلتور کې د مهاجرت انځور: ننګونې او نیمګړتیاوې”  دا ده اولنۍ مقاله په ایتنوګرافیکی برخه کې په کارول شوې میتودولوژۍ تمرکز کوی، او دویمه  د افغان شفاهی کلتور په اړه په اکادمیکې کره کتنې باندې تمرکز کوی. نورې مقالې به په اپریل کې راورسی. لوستونکی هڅول کیږی چې ددې مقالو او د دې مقالو له  لیکوالانو سره په انتقادی توګه مشغول اوسی . په راتلونکې کې ، مونږ د دې مقالو د انګلیسی  ورژن په هیله یو.

د لا زیاتو معلوماتو دپاره ، مهربانی وکړئ اړیکه ونیسئ

info@acku.edu.af

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید