نانسی هېټچ ډوپری

نانسی هېټچ ډوپری
۰۶٫۲۵٫۱۳۹۶
communications

د افغانستان د فرهنګ او تاریخ مشهوره امریکایۍ پوهه نانسی هېټچ ډوپری د خپل عمر ۵ لسیزې په افغانستان کې تېرې کړې. هغې د افغانستان د فرهنګ، ادب او تاریخ لپاره ارزښتمن کارونه تر سره کړی دی. ډوپری امریکایۍ وه خو پر افغانستان مینه وه او د دې خاورې له فرهنګ او ادب سره یې مینه لرله.
ډوپری د هندوستان په کیرالا ایالت کی وزیږېده چی د عرب سمندرګی تر څنګ پرته سیمه ده. د هغې والدین په کیرالا ایالت کې د سیمه ییزو پرمختګونو پروګرام کارکوونکی وو او تر څنګ یی د کلی په خیریه چارو کې هم ونډه اخیسته.
ډوپری د خپل ماشومتوب ډیر وخت په کیرالا کې تېر کړ. څه وخت وروسته یې له خپلې کورنۍ سره په لاتینې امریکا کی ژوند پیل کړ.
نانسی هېټچ ډوپری په ۱۹۶۳ کال کې د یوه امریکایی ډیپلوماټ د مېرمنې په توګه کابل ته راغله. په کابل کې له خپل خاونده بېله شوه او بیا یې وروسته له لویی ډوپری سره واده وکړ. لویې ډوپری هم په افغانستان کې د لرغونپوهنې د یوه پروفیسور په توګه فعالیت کاوه.
دوی دواړو نږدې ۱۵ کاله پخپل لنډروور موټر کې د افغانستان ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل. لویی ډوپری د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپلو کیندنو او څېړنو ته ادامه ورکړه. هغه په افغانستان کې د اطلاعاتو او لارښوونې لپاره کتابونه او مقالې هم ولیکلې.
کله چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې افغان ټولنه د بلا خولې ته پرېوته او خلک له ستونزو سره مخ شول، نو نانسی او خاوند یې اړ شول، چې افغانستان پرېږدی. د معلوماتو له مخې د هغه وخت حکومت چې د پخوانی شوروی اتحاد له ملاتړه برخمن و، لویې ډوپری په جاسوسۍ تورن کړ، له همدې امله دوی اړ شول چې افغانستان پرېږدی.
دوی په پېښور کې د افغان کډوالو یوه کمپ ته لاړل، خو نانسی بیا هم سی ای اې ته په جاسوسۍ تورنه او ونیول شوه.
تر نیول کېدو وروسته نانسی خپل ځان او هر څه په خطر کې ولیدل. هغه مهال له نوموړې سره د افغانستان په باب ډیر مهم اسناد هم وو. دا وخت د دې امکان و، چې دغه اسناد د تل لپاره له منځه لاړ شی. دې غوښتل چی دغه معلومات په عملی توګه نوی نسل ته انتقال کړی. مېرمن او خاوند دواړو یو ځای د افغانانو د فرهنګ د ساتنې لپاره د همغږۍ د یوې شبکې د جوړولو تکل وکړ. دوی خپل کار د حکومتی او غیر حکومتی معلوماتو له راغونډولو پیل کړ، چی د هېواد د تاریخ، کلتور، د شوروی یرغل، مجاهدینو او طالبانو په باب پکی معلومات ځای پر ځای شوی وو.
نانسی ویلی پر افغانستان د شوروی د یرغل پر مهال د هېواد لوټېدل د دې سبب شول، چی ډېر با ارزښته کتابونه د سون توکو په توګه وکارول شی. ډېر کتابونه به د خوړو د پیدا کولو لپاره حجم ته په کتو خرڅېدل، خو د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې د ۱۱ مې تر پېښې او د طالبانو د امارت تر ړنګېدو وروسته چې ګڼ افغانان او بهرنیان یو ځل بیا پر افغانستان را مات شول، نانسی او لویی په راتګ کې زړه نا زړه وو. دوی د خپل ځانی امنیت او د همغږۍ د شبکې د معلوماتو د امنیت په اړه اندیښنه لرله. دوی تر ۱۹۹۹کال پورې ۷۷۳۹ مختلف سندونه چی په پښتو، دری، فرانسوی، ناروېژی او نورو ژبو لیکل شوی وو راغونډ کړی وو. په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې نانسی یو ځل بیا کابل ته را ستنه شوه او غوښتل یې، چې له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړی او د همغږۍ د شبکې د معلوماتو لپاره مناسب کور ولټوی.
کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنی ختمه شوه او نوی حکومت کار پیل کړ، نو ډوپری هم کابل ته راستنه شوه. هغه چې کله په ۲۰۰۵ کال کې افغانستان ته راتله نو له ځان سره یې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په اړه ۳۵ زره بسته بندی شوی سندونه او تاریخی اثار هم راوړل. دا مواد د افغانستان په ملی ارشیف کې ساتل کېږی. د ډېرو په باور همدا مواد وو چې د افغانستان ملی ارشیف ته یې د ارشیف بڼه ورکړه.
د تاریخ دې زیارکښې پوهې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ په کابل پوهنتون کې د یوه ستر علمی مرکز ډبره کېښوده. دغه مرکز د کابل پوهنتون په انګړ کې جوړ شوی دی او نوم یې ورباندې د افغانستان د علمی او کلتوری څېړنو مرکز اېښی دی. نوموړې د دغه مرکز د بنسټ ډبره کېښوده او ۲ میلیونه ډالره پانګونه یې پرې وکړه. ډوپری په دغه مرکز کې د افغانستان په اړه زرګونه اسناد او مهم کتابونه راټول کړل. نوموړې د دې مرکز د جوړېدو په لومړیو کلونو کې ویلی وو، چې په دې مرکز کې تر ۱۰۰ زرو ډېر مهم سندونه ساتل کېږی خو دا شمېره مخ پر لوړېدو ده.
دغه مرکز په انټرنېټ سمبال دی، یو ستر او له معلوماتو ډک الکټرونیکی کتابتون لری. په دغه کتابتون کې د افغانستان مهم اسناد الکټرونیکی بڼې ته اوښتی او په پوره احتیاط سره ساتل کېږی. ډوپری په دغه مرکز کې په کارپوه او وړ کسان ګومارلی څو له یوې خوا هلته له محصلینو سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړی او له بلې خوا د اسنادو د ساتنې په ډول او چار چلند پوه وی.
د پښتو ژبې وتلی لیکوال نجیب الله منلی یې په اړه وایی:
د افغانستان د لرغونی او معاصر فرهنګ یوه مینه واله او خدمتګاره وه. نانسی هېټچ ډوپری له ۱۹۶۲ کال راهیسې خپل ژوند له افغانستان او افغانی فرهنگ سره تړلی و. دې او خاوند یې – لویی ډوپری – د خپل ژوند وروستی کلونه د افغانانو او د افغانی فرهنگ پاللو ته وقف کړی وو. ګڼ کتابونه یې د افغانستان په اړ کښلی، د لویی ډوپری کتاب – افغانستان – په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په اړه تر ټولو جامع او دقیق کتاب بلل کېدای شی. د جنگ په کلونو کې نانسی ډوپری د افغانستان د لوټ شوو تاریخی میراثونو د موندلو او خوندی کولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. د کابل پوهنتون په محوطه کې یې د افغانستان په اړه د یو مهم کتابتون او څېړنیز مرکز په جوړولو کې ځان ستړی کړ او نن دغه مرکز د څېړونکو له پاره غنیمت څېړنځای دی. دا د افغانستان په اړه ډېر ویل کېږی چې دا خاوره یو خاص جادو لری چې څوک یې یو پلا ووینې د عمر تر پایه پرې مینېږی. نانسی ډوپری هم افغانانو او افغانستان ته خپله ټوله مینه ورکړه. خدای دې موږ ته توفیق راکړی چې د افغانی فرهنگ د لا ځلولو په لار کې د هغې ارمانونو او خپلو مسوولیتونو ته تحقق ورکړو.
په کابل پوهنتون کې د نانسی په لاس د جوړ شوی مرکز اجرایوی مدیر وحید وفا وایی، هغه ډېره هڅانده وه او هڅه به یې کوله، خلکو به هغه د افغانستان مور بلله، هغه په خپله لهجه زیاته کړه، هغه افغانستان تر بل هر چا ښه پېژانده، هغه رښتینې خدمتګاره وه.
وفا وایی چې د نانسی هدف د افغانستان د میراثونو ساتنه وه. هغه خوش طبعه انسان و. هر څوک به چې راغلل هڅه یې کوله خبرې ورسره وکړی او وخاندی. مهربانه او بښونکې وه. هغه د افغانستان په اړه معلومات لرل او تل به یې د افغانستان په اړه فکر کاوه، پېښې به یې تحلیلولې او پایلې به یې ورته ټاکلې. د وفا په خبره سره له دې چې په افغانستان کې څلوېښت کاله جګړه شوې وه، خو لا هم د افغانستان راتلونکی نسل ته هیله منه وه او پر دوی یې حساب کاوه. د وفا په خبره چې نانسی به تل په افغانستان کې د غربیانو تېروتنې او سیاستونه غندل. د افغانانو تېروتنې یې هم غندلې، ویل به یې باید د خپل هېواد په اړه فکر وکړی او په ودانولو کې یې لاس تڼاکې کړی.
استاد لیوال یې په اړه وایی، نانسی په داسې وخت کې د افغانستان د فرهنګ د ساتنې لپاره مټې بډ وهلې چې د دې وطن ځینو بچو یې د ورانۍ لپاره ګامونه اخیستل د ښاغلی لېوال په خبره:
((کله چې ځناوروزمه افغانانو کابل موزیم لوټ کړ، دغه بوډۍ د ګولیو په باران او د راکټونو په قیامت کې ورغله او هلته یې د ټوپکوالو زنې ونیولې، چې مه یې لوټئ، مه یې ماتوئ، مه یې سیزئ! ټوپکوالو ټېل وهله او ورپورې ویې خندل …
کله چې تور لینګیو تش په نامه افغانانو د بامیانو مجسمې ونړولې دې وژړل او ناروغه شوه…
کله چې پردیو هېوادونو د افغانستان ځینې لوټلی تاریخی میراثونه په خیرات کې بېرته افغانستان ته ورکړل، دې وخندل او په سترګو کې یې ځلا پیدا شوه، کله چې خبره شوه، د طلا غونډۍ خزانه (د باخترګنجینه ) له لوټ تالان څخه خوندی پاتې ده، له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده… د افغانی تاریخ او فرهنګ یوه خواخوږې او زړه سواندې انا بېګاه په کابل کې مړه شوه، اروا یې ښاده! یاد یې ژوندی. له هغې سره مې د فرهنګی ملګرتیا شل کاله پوره شول، خو هغه نوره تللې ده))
بالاخره د افغانستان خدمتګاره مېرمن د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه په کابل ښار کې وفات شوه. کابل پوهنتون یې پر مرګ د خواشینۍ پیغام خپور کړ. د نوموړې له وصیت سره سم به هغه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم هغه د فرهنګ یوه خدمتګاره بللې ده او ویلی یې دی، چې د نانسی په تګ سره افغانستان خپله یوه بله خدمتګاره هم خاورو ته وسپارله. ګڼو افغان چارواکو یې پر مرګ خواشینی څرګنده کړې ده او د هغی مړینه یې ستره ضایعه بللې ده.

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید