په کابل پوهنتون د (acku) څخه دخبریالانو لیدنه کتنه (د٢٠١١م کال دسپمتبر۲۷)

په کابل پوهنتون د (acku) څخه دخبریالانو لیدنه کتنه (د٢٠١١م کال دسپمتبر۲۷)
۱۰٫۱۱٫۱۳۹۲
admin

په کابل پوهنتون کې دافغانستان دمعلوماتو دمنبع مرکز دهغو پنځلس تنو ځوانو افغانی، پاکستانی او هندوستانی ژورنالستانو کوربه و، چې دانټرنیوز په نوښت ((ابتکار ژورنالیزم شهروند منطقوی)) په پروګرام کې دګډون او ونډې اخیستو له پاره کابل ته راغلی وو. په کابل پوهنتون کې دافغانستان دمعلوماتو دمنبع مرکز له کتابتونونو څخه له لیدنې کتنې وروسته دافغان ښځو دشبکې دمرکزی دفتریوې کارکوونکې وږمې فروغ په ټول هیواد کې دخپلې ادارې دکارونو په هکله حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل. وروسته بیامحترمې نانسی هیچ دوپری په کابل پوهنتون کې دافغانستان دمعلوماتو دمنبع مرکز دهغه نقش او ونډې په اړه خبرې وکړې چې پوهې او معلوماتو لاس رسی او لارو چارو برابرول یې دملت جوړولو، او دهغه څه له پاره چې کولی شی دسولې او پرمختیا بهیر چټک کړی ترسره کړی دی. وروسته بیا دپوښتنو او ځوابونو فضا او موقع رامینځته شوه، چې ډیره په زړه پورې او ګټوره وه.

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید