کتابتونونه

د ځواکمن (ABLE) دکتابتونو د جوړولو او پراختیا پروګرام

د افغانستان د معلوماتو مرکز د ۱۳۷۵ل. کال دتلې دمیاشتې له نهمې نیتې (د۱۹۹۶م.کال د اکتوبر له لومړۍ) راهیسی د ځواکمن (ABLE ) دکتابتونونو د جوړولو اوپراختیا له لارې په دې بریالی شوی چې ، دسواد زده کړې د پیاوړتیا او دمطالعی د فرهنګ د دود کولو په موخه خپل فعالیت په ټول هیواد کې پراخ کړی.

ځواکمن کتابتونونه د سیمه یییزو کتاب ساتونکو( لکه:ښوونکو، دټولنیزوبنسټونو کارکوونکو، هټیوالو، د سیمې د مشرانو او مخورو) له خوا اداره کیږی.

دغه کتایتونونه راز راز والی لری، لکه علمی. ادبی، ټولنیز، روغتیا، د ژوند  چاپیریال،ترکاڼی، دحرفوی زده کړو، کرنې، تاریخ، د کور د سمبالښت، ښوونې او روزنې په برخه کې کتابونه پکې شته.دغه کتابتونونه هرکال  د افغانستان د معلوماتو د مرکز د ځواکمن پروګرام له لارې نو ی کیږی او دغو کتابتونونو ته نوی کتابونه ویشل کیږی.

تر اوسه له ۴۰۷۵۱۸ څخه زیات کتابونه ۲۴۰ ښوونځیو او ټولنیزو بنسټونو کې ویشل شوی دی،له ۲۵۰ څخه زیات کتابتونونه، یې د نا دولتی سازمانونو په مرسته د ځواکمن د کتابتونونو له موډل څخه په استفادې تاسیس کړی دی.

دافغانستان د معلوماتو مرکزد پولیسو دپیاوړتیا او دسواد زده‌کړی د واحد( GIZ) په ملاتړ سره دیرش ګرځنده کتابتونونه (چې۷۵۰۰ ټوکه کتابونه لری) د۱۸۰۰پولیسو (ښځینه او نارینه وو)، لپاره د بلخ په ولایت کې رسولی دی. دغه کتابتونونه دبلخ د پولیسو په ټولو مرکزی دفترونو کې او دبلخ دپولیسو په ځینو سیمه ییزو دفترونو کې ویشل شوی دی.

د ځواکمن نشراتی پروګرام له ۳۳۰عنوانو څخه زیات کتابونه په پښتو او دری ژبو باندې  د سواد زده کړې او د لوستلو او لیکلو د مهارتونو د پیاوړی کولو لپاره خپاره کړی دی. دغه کتابونه په ساده ژبه لیکل شوی دی او انسانی ژوند پورې اړوند بیلابیل موضوعات را اخلی. د ځواکمن کتابونه په پراخه توګه اقتصادی، ټولنیزو، علمی اوروزنیزو مسایلو پورې اړه لری.