د ځواکمن خپرونې

د ځواکمن خپرونې

د ځواکمن خپرنیز پروګرام تر اوسه له ۳۸۰عنوانو څخه زیات کتابونه په پښتو او دري ژبو خپاره کړي دي. دا کتابونه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکل شوي دي. لیکوالو هڅه کړې چې دا کتابونه په ساده ژبه ولیکل شي او په ورته وخت کې علمي- ښوونیز مفاهم په اسانه مخاطبانو ته ولېږدولی شي.

د کلونو کلونو خپرنیز- ښوونیز فعالیت په بهیر کې دې رښتینولۍ ته ورسېدو چې د لومړنیو زده‌کړو په برخه کې یوه تر ټولو اساسي ستونزه، د ممدو درسي کتابونو او منابعو نشت دی. دغې مسئلې ته په پام، ځواکمن پروګرام د ماشوم او تنکي زلمي پر ادبیاتو د تمرکز له لارې یو نوی فصل پرانست.

دا کتابونه، د شعر، کیسې، سرګرمۍ او علمي موضوعاتو رانغاړونکي دي او د ماشومانو او تنکیو زلمیانو له فکري ودې او خلاقیت سره مرسته کوي. د دې ترڅنګ د ماشومانو د لیکلو او لوستلو مهارت هم پیاوړی کوي.

.