سرچینې

د افغانستان د معلوماتو مرکز، د کتاب انتقادي مطالعې یا لوستلو مینه‌والو او محصلینو ته د کتاب لوستلو او د نویو خپرو شویو موادو په اړه د نقد او نظر ورکولو اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. د «مطالعې خونه» په چټک انټرنټ او کمپیوټرونو سمبال ده. دا د امکاناتو هغه برخه ده چې محصلین او څېړونکي ترې په وړیا ګټه پورته کولای شي. هغه شمېر محصلین چې په څېړنیزو منابعو پسې دي، له دغو اسانتیاوو څخه په ګټه اخستنې کولای شي د افغانستان معلوماتو مرکز منابعو ته لاسرسی ولري. د دغو امکاناتو ترڅنګ، د څېړنې او مطالعې خونه ارامه فضا لري، په مډرنو امکاناتو مجهزه ده؛ او له دې لارې د محصلینو، استادانو او د ملي او نړیوالو څېړونکو له‌پاره د اکاډمیکې مطالعې او علمي څېړنو زمینه برابروي. 

په دغه څانګه کې له انلاین منابعو څخه د ګټه اخستنې شونتیا هم شته او هغه څېړونکي چې د څېړنې په خونه کې په خپلو مطالعاتي پروژو کار کوي، هم کولای شي له ډیجیټلي کتابتون څخه ګټه پورته کړي او هم د افغانستان د معلوماتو مرکز په ارشیف کې له شتو فزیکي منابعو څخه.

ایدیتوریم- د ACKU کنفرانسونو سالون؛ د سیمینارونو، علمي کنفرانسونو، فلم نندارې او نورو علمي او فرهنګي برنامو د ترسره کولو له‌پاره مناسب ځای دی.