په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز/ ACKU د توانا /ABLE پروګرام سیمه ایز مسول تېره اونۍ د میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ
د دي سفر موخه په میدان وردګ ولایت کې د توانا پروګرام کتابتونونو ته د دغه پروګرام نوې کتابونو ویش وو، توانا پروګرام په میدان وردګ ولایت کې ۹ کتابتونونه پرانېستلې، چې دی کتابتونونو ته يې په ټولیزه توګه ۹۰۰ ټوکه بیلابیل مطالعوی کتابونه وویشل او یاد کتابتونونه د میدان وردګ ولایت په سیدآباد، نرخ، جلریز او مرکز میدان ښار ولسوالیو کې شتون لري.
د یادونې وړ ده چې له یادو کتابتونونو څخه په تیر یوه کال کې په ټولېزه توګه ۹۸۰۳ کسه لوستونکو ګټه پورته کړې او کتابونه يې لوستلې دي.
د دې سفر په وروستې ورځ زمونږ سیمه ایز مسول د مرکز بهسود ولسوالۍ ته سفر وکړ او په یاده ولسوالۍ کې يې د مرک په کلۍ کې (د مرک په عالې لېسه کې) یو نوې کتابتون پرانیست یاد کتابتون ته يې یوه المارۍ، دوه پوستره، یو د کتابتون د راجستر کتاب او ۵۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل، چې ممکن له یاد کتابتون څخه به هم په یوه کال کې تر ۱۰۰۰ تنه پورې لوستونکې ګټه واخلې.