په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ( توانا پروګرام) د کتابونو وېش

له ۲۳۰۰ ټوکه څخه زیات کتابونه په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې کتابتونونو ته و وېشل شول.

د افغانستان د معلوماتو مرکز سیمه ييز ټیم د (توانا پروګرام)  کتابتونونو د غني کولو لپاره، ننګرهار او کنړ ولایتونو ته سفر وکړ او له کتابتونونو څخه يې لېدنه وکړه.

 په دې سفر کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد، خوګیاڼي، سرخ رود، رودات، کامه، ښېوې، بهسود او دره نور ولسوالیو ته تر ۱۵۰۰ ټوکه زیات کتابونه و وېشل شول. د افغانستان د معلوماتو مرکز په ننګرهار ولایت کې د لیسو، دارالمعلمین او عامه مرکزونو په کچه ۱۵ کتابتونونه پرانیستي دي.

همدا راز د دې سفر په لړ کې د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد، نرنګ او خاص کنړ ولسوالیو ته تر ۴۰۰ ټوکه زیات کتابونه و وېشل شول. د افغانستان د معلوماتو مرکز په کنړ ولایت کې ۳ کتابتونونه په لیسو او یو کتابتون  د کنړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په عامه کتابتون کې پرانیستي دي.

زموږ د سیمه ييز ټیم د ارزونې پر بنسټ،  دا څرګنده شوه چې له کتاب سره د لوستونکو مینه زیاته شوې ده.  تیر کال په یادو ولایتونو کې له (توانا) کتابتونونو څخه  16527 تنو لوستونکو ګټه اخیستې وه، خو دا مهال  د لوستونکو دا شمیره 23809 تنو ته  رسیدلې ده.

په همدې توګه، هره ورځ په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې له 555  تنه زیات لوستونکي د توانا له کتابتونونو څخه ګټه پورته کوي.