د دویم دور لپاره د داستان لیکنې د سیالۍ عمومي بلنه

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز ACKU  د ځواکمن (ABLE) پروګرام له لارې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د داستان لیکنې د سیالیو دویمه بلنه اعلاموي.

دا پروژه سراسري ده. ټول افغان لیکوالان کولای شي په دې سیالۍ کې برخه واخلي. د آثارو د رالېږلو د مهلت له ختمېدو نه وروسته، په لومړۍ مرحله کې ۲۰ اثره ( لس اثره په پښتو او لس اثره په فارسي کې)  غوره کېږي. د داورانو له خوا، له ارزونې او امتیاز ورکولو وروسته، په پښتو او فارسي کې ۱۰ غوره کړای شوي اثار له ۹ تر ۱۴ کلونو پورې د سني ردې په پام کې نیولو سره به د ماشومانو لپاره چاپ شي او لس تنه غوره لیکوالو ته نقدي جایزه ورکول کېږي.

د دې سیالۍ د ترسره کولو موخه

د روزنیزو پیغامونو په درلودلو سره د هغه آثارو د لیکلو لپاره د افغان لیکوالو ملاتړ او هڅونه چې له فرهنګي نظر نه ماشومانو ته مناسب او ځانګړی وي .

په ساده او عام فهمه ډول د سولې، د یو بل د منلو، زغم، مهربانۍ او د جنسیتي برابرۍ د مفاهیمو په نظر کې نیولو سره د هغو ماشومانو لپاره د کتاب لیکل چې په جنګي چاپيریال کې لويېږي .

د لوستلو له لارې د ژبې او د یادولو د مهارتونو د پیاوړي کولو لپاره له افغان ماشومانو سره مرسته .

د ماشوم او تنکیو ځوانانو د ادبیاتو غني کول .

د سیالۍ شرایط

الف) د آثارو موضوعد لیکوالو د داستانو ټولګې باید مثبت پیغام ولري او حداقل په يو نه یو ډول لاندې موضوعاتو ته پوښښ ورکړي  

اغېزناکه ټولنه او ټولنيز مشارکت

تکثرمنل/ د تنوع او توپيرونو زغمل

مساوات او جنسیتي برابري

په سوله ييزه توګه د منازعاتو حل و فصل کول

د لویانو، بوډاګانو، حکومت او د ټولنې د نورو غړو درناوي کول

ب) د ګډون کوونکو شرایط: لیکوال باید لاندې شرایط پخپلو داستاني اثارو په نظر کې ونيسي

(د هر لیکوال یوازې یو اثر منل کېږي( په پښتو يا فارسي ژبه

هغه لیکوال چې اثارو يې په لومړي دوره کې جایزې ترلاسه کړي دي. په دې دور کې ګډون نه شي کولای .

ترجیحا د هر داستاني وړانديز شوې کچه له لس زرو کلمو کمه نه وي .

لیکوال باید، د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د عمر شرایط په نظر کې ولري او داستانونه باید له سني ردې سره سم له ۹ تر ۱۴ کلونو پورې وي .

د داستان شخصتیونه باید له ۹ تر ۱۴ کلونو له سني ردې سره سمون ولري .

(د اثر محتوا باید بوختوونکې او تفریحي اړخ هم ولري او له یادې سني ډلې سره مناسب وي( نه ډېر سخت او نه ډېر سطحي .

لیکوال باید د سیالۍ لپاره د داستاني اثر تر لېږلو مخکې، ځان ډاډه کړي چې وروستۍ کښلې او ايډيټ شوې نسخه لېږي .

د لیکوال اثر باید تر دې مخکې په کوم ځای کې چاپ او خپور شوی نه وي .

لیکوال خپل او کورنی نوم، د تلفون شمېره او د خپلې استوګنې سیمه په یو جلا فایل کې زموږ په پته راولېږي .

لیکوال په دې سیالۍ کې د ایمیل یا SMS په لېږلو او یا هم په ۰۷۲۸۱۴۷۳۵۹ تلفون شمېرې له خپل ګډون څخه ډاډ ورکړي .

په سیالۍ کې د خپل حضور له اعلام څخه وروسته، د خپل داستان د ټوليز جوړښت ( موضوع، ژانر، پرسوناژ، د داستان طررح، شخصیتونه، ستر کشمکشونه یا د داستان د اوج ټکی، وروستۍ پایله او د داستان پای) په اړه لومړنی فهرست Outline/ زموږ په پته د ایمیل له لارې راواستوي .

لیکوال باید خپل بشپړ اثر د ورډ په فایل کې د dastan@acku.edu.af  په پته راولېږي .

جایزې

د لسو غوره آثارو لیکوالو ته، اته سوه امریکايي ډالره په نقدي ډول ورکول کېږي 

ج) د آثارو غوره کول

  • لازیاتې رونټيا لپاره به، د داورانو نومونه د سیالۍ د مراسمو په پای کې اعلانیږي .
    (د داورانو پلاوی له ۶ کسانو څخه جوړ دی( درې تنه هغه لیکوال چې په پښتو او درې تنه هغه لیکوال چې په فاسي ژبه لیکل کوي .
    لومړیو لسو کسانو ته ( پنځه تنه لیکوال په پښتو ژبه او پنځه لیکوال په فارسي ژبه کې) د هر یوه لپاره نقدي جایزې ورکول کېږي .
    د لسو غوره لیکوالو لس غوره کړای شوي آثار، په ښې رسامۍ او اوډون سره، هر عنوان کتاب په څلور زره نسخو کې خپرېږي او په ټول هيواد کې وېشل کېږي .
    د افغانستان د معلوماتو مرکز یا ځواکمن/ABLE لسو نورو لیکوالو ته چې آثار يې د لسو غوره ليکوالو په توګه پېژندل شوي، ایوارډ (لوح تقدیر) ورکوي .
    د لسو غوره کتابونو د چاپ امتیاز د افغانستان د معلوماتو مرکز ACKU پورې تعلق لري .
    د لسو غوره کتابونو د چاپ امتیاز د افغانستان د معلوماتو مرکز ACKU پورې تعلق لري .

د) اثر د لېږلو د مهلت مهالوېش

لیکوال دې د ۱۳۹۷ د جدي له ۱۱( د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ) د ۱۳۹۸ د وري تر ۱۱ ( ۲۰۱۹ کال د مارچ تر ۳۱) نېټې پورې وخت لري چې د ناول په اړه خپله لومړنۍ طرح-پروپوزل-  راولېږي. د معلوماتو مرکز وړانديز شوې طرح ارزوي او لیکوال ته لازم نظریات وړاندې کوي. د اثر له بشپړېدو وروسته وروستۍ مهلت، د ۱۳۹۸ کال د غويي د میاشتې ۱۰(د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۳۰) دی.

پته

‘ Tel: +93 (0) 728147359|* dastan@acku.edu.af