د٢٠١١ میلادی کال دمی نهم(Scane Foundation) دبایګان جایزه

د٢٠١١ میلادی کال دمی نهم(Scane Foundation) دبایګان جایزه
۱۰٫۱۰٫۱۳۹۲
admin

دنیویارک په ښار کې داسکان مشهور بنسټ (بنیاد) د ٢٠١١ میلادی کال دبایګان جایزې په ورکولو سره له هیچ نانسی دوپری او په کابل پوهنتون کې دافغانستان دمعلوماتو دمنبع مرکز دهغو ارزښتناکو خدمتونو تقدیراوساینه وکړه، چې دوی دآثارو دراټولولو او ساتلو له لارې دافغانستان دفرهنګی میراثونو دساتنې او خوندی کولو له پاره ترسره کړی دی.

په دغه ماښامنی پروګرام کې، چې په نیویارک کې دروبین دهنرونو په موزیم کې ترتیب شوی و، ستانلی کوین، داسکان دبنسټ رئیس ، مشهور او پیاوړی نمایشنامه لیکونکی ډاکټر ټونی کشنر، چې دهغه (( اهل خانواده کابل)) ((کابل دکورنۍ اهل)) نمایش دنانسی له راهنما کتاب څخه اخیستل شوی دی، دنیویارک ټایمز خبریا ل او د دوپری دبنسټ دمدیره هئات غړی داویدروهد ویناوې وکړې. دنانسی وینا چې دتصویرونو له ښودلو سره ملګرې او یوځای وه، دفرهنګ دبډای کولو په هکله دمعلوماتو او پوهاوی دڅرنګوالی په هکله یې داتاکید او ټینګار کاوه چې ټول افغانان کولی شی دخپل بډای او غنی فرهنګ په لرلو وویاړی او ددې ګډ میراث دساتنې له پاره په ګډه هراړخیزې هلې ځلې وکړی او له هغو څخه دخپلې راتلونکې دالهام بخښنې له پاره استفاده وکړی.

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید