دمی ٢، ٢٠١٠م

دمی ٢، ٢٠١٠م
۱۰٫۱۰٫۱۳۹۲
admin

دآیساف (دنړیوالې سولې ساتنې ځواکونو) او په افغانستان کې دامریکایی ځواکونو قوماندان جنرال مک کرستال په کابل پوهنتون کې دمعلوماتو دمنبع دمرکز له ودانۍ څخه لیدنه کتنه وکړه(له ښی څخه کیڼ ته) انجنیر سیر په کابل پوهنتون کې دمعلوماتو دمنبع مرکز څخه، نانسی هیچ دوپری، دکابل پوهنتون ریس پروفیسور پوهاند حمیدالله امین، پخپله جنرال، انجنیر رفیق د ودانۍ قرار داد کوونکی، ریحانه پوپلزی دبیوشیمی استاده. هغه وخت چې په ٢٠٠۶میلادی دلومړی ځل له پاره په کابل پوهنتون کې دمعلوماتو دمنبع مرکز د ٣۶٠٠٠سندونو په لرلو سره دکابل پوهنتون په کتابتون کې پرانیستل شو، میرمن پو پلزی دکابل پوهنتون دعمومی کتابتون مسوولیت په غاړه درلود.دمطالعې دسالون تأسیس او دکتابونو دساتنې ځای رامینځته کیدل دنوموړې زیات ملاتړ په اثر شونی او ممکن شول.

جنرال مک کریستال، مخکې له دې چې په کابل پوهنتون کې دمعلوماتو دمنبع مرکز په انګړ کې قدم کیږدی، لومړی یې دپوهنتون دپوهنځیو له رئیسانو او ١۵٠تنو محصلینو سره لیده کاته وکړل،وروسته یې بیا دمطالعې سالون او کتابونو دساتنې ځای ولید.

دملګری سره شریک کول

Comment







برای تنظیمات گراواتار به عنوان عکس کاربری تان لطفابه سایت گراواتارمراجعه کنید