پر ماشومانو د جګړې رواني اغېزې

$5.00

د ماشوم روان‌پېژندنه دې ټکي ته اشاره لري چې تر یوې ناوړه یا ناښاده پېښې لکه د یوه عزیز تر مړینې وروسته د ماشومانو بې‌حده زیاتې لوبې، ښايي په ماشومانو کې د یوې ستونزې ښودونکې وي. ماشومان لکه څنګه چې لویان ګومان کوي د مرګ، جګړې او تاوتریخوالي په څېر پېښې نه‌هېروي. ماشومان له دغو پېښو اغېزمنېږي. ان که په خپله څېره او چلند کې هغه ونه‌ښيي هم.

 

SKU: ACKU-00016 Categories: , ,

Description

ډېری میندې او پلرونه او نور لویان په دې اړه چې ماشومان د جګړې، بېلابېلو پېښو او نورو شرایطو په اړه څه ډول فکر کوي او څرنګه له هغو څخه اغېزمنېږي، په ډېر څه نه‌پوهېږي. د والدینو له‌پاره د ماشومانو د ډېری رواني غبرګونونو درک او پوهاوی سخت دی. میندې او پلرونه د اولاد د درد او رنځ د لیدلو زغم نه‌لري. د اولادونو د درد او رنځ لیدل، د والدینو له‌پاره د هغه څه درک او فهم لا پسې سختوي چې ماشومان یې تجربه کوي. کله چې ماشومان د کورنۍ د یوه غړي تر مرګ وروسته لوبې کوي، والدین یې داسې انګېري چې ګواکې خوشحاله دی او هېڅ ستونزه نه‌لري او په دې توانېدلی چې پېښه هېره کړي؛ حال دا چې د ماشومانو روان‌پېژندنه یا ارواپوهنه بیا بل څه وايي. د ماشوم روان‌پېژندنه دې ټکي ته اشاره لري چې تر یوې ناوړه یا ناښاده پېښې لکه د یوه عزیز تر مړینې وروسته د ماشومانو بې‌حده زیاتې لوبې، ښايي په ماشومانو کې د یوې ستونزې ښودونکې وي. ماشومان لکه څنګه چې لویان ګومان کوي د مرګ، جګړې او تاوتریخوالي په څېر پېښې نه‌هېروي. ماشومان له دغو پېښو اغېزمنېږي. ان که په خپله څېره او چلند کې هغه ونه‌ښيي هم.

 

پر ماشومانو د جګړې رواني اغېزې

لیکوال: سیدروح‌الله رضواني

ژباړن: لعل اقا شیرین

خپروونکی:په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتومرکز

۱۳۹۷ل.(۲۰۱۸ م) کابل-افغانستان

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “پر ماشومانو د جګړې رواني اغېزې”

Your email address will not be published. Required fields are marked *