Description
ارواپوهنه او روحي درملنې ته یوه کتنه ، په لومړي څپرکي کې د ارواپوهنې موضوع او مفهوم او د دغه علم د تاریخ او محتوا په هکله معلومات راغلي دي په نورو څپرکيو کې تيوريکي اساسات، د ارواپوهنې په کار وړل او اغېزمنتوب راغلی دی، ورپسې د ارواپوهنې څانگې توضیح شوي دي. همدارنگه مې د عيني بېلگو په وړاندې کولو سره د ثبات او روحي هوساینې لارې چارې ښودلي دي، تر څو دغه کتاب زموږ په ورځني ژوند کې په ژوندۍ بڼه راڅرگند شي او مېندو او پلرونو او ښوونکو ته د استفادې وړ وگرځي او په سیده توگه د ښوونې او روزنې په ډگر کې په کار یووړل شي. په وروستیو څپرکيو کې د اروادرملنې نظرونه او لارې چارې او سلا – مشورې راغلي دي. هڅه مې کړې چې د ارواپوهنې او مشاورې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې هم مینه والو ته وړاندې کړم، تر څو محصلينو، زده کوونکو او ښوونکو ته گټور تمام شي.
د ارواپوهنې علم سره له دي چې ډېر نوی او ځوان علم دی، خو په دې دومره لنډ عمر کې يې ډېر تعریفونه شوي دي په عمومي توگه یو مهال چې د دې علم د پوهانو ټوله پاملرنه د انسان خلق – خوی او ذهن ته وه ، د ارواپوهنې علم یې د ذهن د فعالیت پر بنسټ تعریف کړی و او د دغه علم د کار ساحه يې د د انسانانو د ذهن فعالیتونه گڼل، خو د شلمې پېړۍ له پيل راهیسی د چلند رفتارگرایی) مکتب او څانگې پرمختگ وکړ.
ارواپوهنه او روحي درملنې ته یوه کتنه
مؤلف: محمد عارف رئيسي
ژباړن: پوهاند محمد بشيردودیال
دپښتۍ انځور: رضا پارسا
ACKU خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د معلوماتو د منبع مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۴ لمریز، ۲۰۱۶ م
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.