Description
د اميدوارۍ په دوران او تر زيږون وروسته د مور مسؤوليتونه ، کورنۍ داسلام د ټولنيز نظام له مهمو ستنوڅخه يوه ستنه ده، هغه نظـام چې د ځان ځانۍ، بې نظمۍ او بې عدالتۍ د مخنيوي په موخه د سلامتی، فضیلت، آدابو همغږۍ او متقابل درناوي پر بنسټونو رامنځته شوى دى.
په اسلام کې د کورنۍ نظام معنوي نظام دی او د اسلامي ټولنې هـره برخه له الهي احکامواونبوي سنتو څخه اخيستل شوې ده. ديوې ټولنې د جوړولو او رامنځته کولو لپاره واده کول دبشر – فطري غوښتنه او يــوه ضروري انساني اړتيا ده. البته له عمومي گټو اوټولنيزو مصلحتونو څخه یو هم واده دی، چې ترقيامته پورې د بشر د نسل د ساتنې او د بشري نسل د لړۍ ددوام د مفکورې پر بنسټ رامنځته شوی دی.
د اميدوارۍ په دوران او تر زيږون وروسته د مور مسؤوليتونه
لیکوال: استاد مرتضی فرحتیار
کتنه او سمون: ډاکټره شکیبا مبارز
ژباړن: څېړندوی رحمت الله هوتک
د پښتۍ انځور: ژکفر حسینی
ACKU خپروونکی: په كابل پوهنتون كې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 297
لومری چاپ: هجری لمریز 1393
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.