Description
د ډموکراسي او ټولټاکنو مفاهيم ، د هرې دموکراسی لپاره اکثریت پالنه (پلورالیزم)، د سياسي گوندونو شتون او مدني ټولنه ضروري ده. دا ټول د يوې ټولنې د سياسي وجدان ښودونکي دي. اکثریت حق لري چې حکومت وچلوي او اقلیت د قانون په اډانه کې د مخالفت حق لري. دغه حق اکثریت اقلیت ته نه ورکوي بلکې دا د یو هېواد د هر اوسېدونکي بشیر حق دی چې د اکثریت د رایو په وړاندې خپل نظر ورکړي او نيوکې ورباندې وکړي. دوی کولای شي خپله ناخوښي هم څرگنده او د پرېکړو په وړاندې خپل نظر ووايي. قانون د اساسي حقونو پر بنسټ د یوه هېواد د ټولو اوسېدونکو حق هرو مرو تضمینوي او دوی کولای شي چې په ازاده او داده توگه خپله اراده څرگنده کړي.
دوه نیم زره کاله مخکې یونانیانو داسې يوه نظریه وړاندې کړه چې په هغه کې واک (کراتوس) خلکو (ډموس) پورې اړوند وبلل شو او هغې ته يې د ډموکراسي نوم ورکړ، داسې چې د سیاسي واک
عملي کول اجراکول او انحصار باید د خلکو په لاس کې وي. ډموکراسي د یو شمېر پوهانو لکه جان لاک، توماس هابز، ژان ژاک روسو او مونتیسکو په نظریاتو او فکر سره خپره شوه او د لويديز ډموکراسي د لویدیزې ټولنې د فرهنگ، هویت او ارزښتونو پربنسټ تفسیر شوه او په دوو تېرو پیړیو کې د دغو هېوادونو د نظريه ورکوونکو په پوهې سره یې ماهیت بدلون وموند او په بېلابېلو بڼو راڅرگنده شوه. نن ورځ موږ د دغه ماهیت په بدلون سره، نه یوازې له ډموکراسي بلکې له ډموکراسي گانو څخه خبرې کولای شو. په تېرو پیړیو کې، د ډموکراسي بېلابېل تعريفونه شوي دي.
د ډموکراسي او ټولټاکنو مفاهيم
لیکوال: ډاکتر احمد سیر مهجور
ژباړن: پوهاند محمد بشیر دو دیال
ایدیتور: لعل آقا شیرین
د پښتی طرحه: محمد مظفری
(ACKU) خپروونکی په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۶ ل. (۲۰۱۷م.) کابل، افغانستان
دویم چاپ: ۱۳۹۷ هجري لمریز/ ۲۰۱۸ ز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.