Description
د ژوند حق ، !ګرانو او زړه ته راتېرو ماشومانو که څوک ستاسو د ژوند حق له پامه غورځوي، یا داسې کار کوي چې ستاسو ژوند ته خطر جوړوي؛ پوهېږئ چې څه باید وکړئ او له خپلو کومو دوستانو څخه مرسته وغواړئ؟ هره خبره خپلو میندو پلرونو یا د کورنۍ مشرانو ته وکړئ. همدارنګه هغو کسانو ته یې وکړئ چې باور پرې لرئ او له هغوی څخه مرسته وغواړئ. که په ښوونځي کې یاست، خپل ښوونکي/ ښوونکې، د ټولګي نګران، سرمعلم صاحب او یا مدیر صاحب ته یې ووایئ. که په کوڅه او بازار کې وئ او داسې څه مو ولیدل چې ستاسو ژوند ته خطر پېښوي، لویان یا د سیمې پولیس پرې خبر کړئ. که مو ولیدل چې څوک ستاسو ژوند ته پام نه کوي، ستاسو د ژوند حق ته اهمیت نه ورکوي او تاسو چې خپلو دوستانو ته شکایت وکړ، ګټه یې ونه کړه، نو بیا د ماشومانو د حقونو او د بشر د حقونو هغو دفترونو ته ورشئ چې ستاسو په سیمه کې تر ټولو نژدې دي. بیا له هغوی څخه مرسته وغواړئ.
!په دې کار سره به تاسې د دې مخه ونیسئ چې د ژوند حق مو تر پښو لاندې شي
.د دې کتاب په محتوا کې د ماشومانو د ژوند د حق په اړه کیسې او کیسې شاملې دي
د ژوند حق
لیکواله: ډاکټره حمیرا قادري
پښتو ته ژباړه: محب الله زغم
انځورگره: سمیه خاوري
سموونکی (اېدېټر): د ځواکمن ډله
د پاڼو اوډون: شکیبا سروری
ACKU ناشر: مرکز معلومات افغانستان
لومړی چاپ: ۱۳۹۹ لمریز کال( ۲۰۲۰ ز)کابل – افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.