Description
د کاپيسا ولسي ادبيات کاپیسا زموږ د هېواد په تاريخ کې ځانگړى نوم لري، چې د کابل په شمال او شمال ختيځ کې پرته ده، او د لرغونپوهنې گڼ شمېر تاريخي آثار او شتمنۍ په خپله سينه کې لري. کاپیسا د خپل ستراتیژیک موقعیت له پلوه د پخوانيو سترواکیو مرکز تېر شوی او یوه پراخه سيمه وه، چې ، شمالاً او جنوباً سل كيلو متره اوږدوالی لري او لویدیځ او ختيځ اوږدوالی یې پنځوس كيلو مترو ته رسيږي، چې د له څلور خواوو نه په غرونو کې را چاپېره شوې ده.
کاپیسا د لرغوني شاهي ښار په نوم ياديږي، چې چيني څېړونکي يې د (کـې پـیش) یا (کـې پـن ) او يوناني جغرافيه ليکونکو د د (کاپیسې) یا د کاپيسا ) په نوم یاد کړی، چې له ۱۵۰ ق. م څخه تر ٦٢٥ ق. م پورې د لرغونو پاچاهانو د امپراتورۍ مرکز و) .
د کاپيسا ولسي ادبيات
لیکوا ل : پوهیالی فهیم بهیر
د پښتۍ انځور : ژکفر حسینی
(ACKU) خپروونکی : په كابل پوهنتون كې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره :299
لومړی چاپ :1393 هجري لمریز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.