Description
په کور او ګلتون کې د ګلانو روزنه ، د زينتي بوټو او گلانو روزنه اوچت ارزښت لري او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د زینتی گلانو او بوټو د روزنې له پوهې، وسايلو، د کښت او کرنې له نوې تکنالوژۍ او غوره ارقامو څخه په استفادې دغه محصول په اوچته اندازه تولید او د خپلې کورنۍ اړتيا له پوره کولو پرته یې بهر ته هم صادروي او له دې لارې ښسه گټه ترلاسه کوي. په نړۍ کې د زينتي بوټو د محصولاتو اوچتې وړتيا او د ماهرو او متخصصو کسانو روزنې ته په کتنې سره کېدای شي چې له دغې بالقوه وړتيا څخه ښه کار واخستل شي او د صادراتو له لارې یې د پام وړ گټه ترلاسه او د هېواد پولي سیستم ته پوره اندازه اسعار رادننه کړي او په نړیواله سوداگرۍ کې د هېواد دریځ پیاوړی کړي. په پوهنتونونو کې د دغې څانگې موخه همدا ده. د دغې څانگې نورې موخې د اصلاحي چارو ترسره کول، د بوټو د کیفیت ښه کول او د شنې ساحې پراخول او د جنيتيکي زیرمو رامنځ ته کول دي. دغه صنعت د صادرولو له لارې هېواد ته خالصه اوچته گټه ترلاسه کوي او د خالص مفاد اوچته وړتيا لري.
انسان ښکلا خوښوي او د طبیعت له ښکلاوو څخه خوند اخلي. په بن، باغچه او کور کې د گلانو او بوټو کرنه، روزنه او د هغو څارنه د یوې غوره بوختیا تر څنگ، یوه سالمه تفریح هم ده او د ژوند چاپېریال سالم او ښایسته کوي. انسان په دغه ډول طبيعي او رنگارنگ چاپېريال کې د روحي هوساینې او خوښۍ احساس کوي او ډېر لږ په روحي ناروغيو اخته کېږي؛ نو ځکه د شنې ساحې په رامنځ ته کولو سره او د خپل کور په چاپېریال کې د یوې کوچنۍ شنې ساحې په جوړولو سره کولای شو چې تر یوه بریده پورې د هوساینې په ترلاسه کولو بريالي شو.
په کور او ګلتون کې د ګلانو روزنه
لیکوال: سید قدیر دانشيار
ژباړه: پوهاند محمد بشير دودیال
ایډیټر: لعل آقا شيرین
د پښتۍ انځور: محمد مظفري
ACKU خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۵ لمریز. ( ۲۰۱۶ م) کابل، افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.