د ځلا خوبونه

د ځلا خوبونه ، د «ځلا خوبونه» داستان د ماشومانو او تنکیو ځوانانو؛ په تېره بیا د نجونو او په ټوله کې د کورنیو له‌پاره د مثبت پیغام لېږدوونکی دی. په دې داستان کې د یوې داسې کلیوالي، خو په عین حال کې ښارمېشتې نجلۍ د ژوند کیسه انځور شوې چې له کوچنیوالي، ان که ووایو له زېږون او حتا د مور له بطن څخه له کورني تاوتریخوالي، تعصب او دوه‌ګوني چلند سره مخ وي. په حقیقت کې د داستان اتله (ځلا) د لکونو هغو افغان نجونو بېلګه ده چې همدا اوس اوس عملاً د کورني، تاوتریخوالي، کورني تعصب، د نجونو او هلکانو پر وړاندې د کورنۍ غړو د دوه‌ګوني او توپیري چلند له امله، له زده‌کړو او نورو حقونو بې‌برخې دي او د ژوند پرېکړې یې نور کوي.

.د دې کتاب محتوا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره کیسې او کیسې شاملې دي

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

Description

یا په بله وینا د ځلا خوبونه داستان، په ټوله کې د یوې افغان نجلۍ د کورني تاوتریخوالي د مظلومیت کیسه منعکس کوي او موږ ته دا ښيي چې یو شمېر افغان نجونې په کورنۍ کې نه‌یوازې له توپیري چلند سره مخ کېږي، بلکې لاهم داسې کورنۍ شته چې د نجونو تعلیم او درس ته د شرم په سترګه ګوري.

له بل لوري په دغه داستان کې موږ ته جوتېږي چې د افرادو(هغه که نجونې وي که هلکان) ټینګه اراده، عزم او د ناخوالو پر وړاندې مبارزه ده چې موږ د بریا پر لاره سیخوي او د خپلو ارمانونو د پوره کېدو په درشل مو دروي.

په دغه کیسه کې ځلا د هغو نجونو یو روڼ او څرګند مثال دی چې له دغو ټولو کورني توپیرونو سره ‌ډغرې وهي، ښوونځی وايي، پوهنتون ته ځي او د خپلې کورنۍ او ټولنې له‌پاره په یوې بې سارې بېلګې بدلېږي.

 که خبره مې تکراري نه‌ګڼئ له دې داستان څخه په ټوله کې دا نتیجه اخلو که چېرې نجونې پخه اراده ولري، کولای شي هم په خپل ژوند کې د تغییر لامل شي، او هم د نورو نجونو په رابطه د ټولنې او کورنیو افراطي افکار بدل کړي.

ځلا په دغه داستان کې د یوې پیاوړې، زیارکښې او نه‌ماتېدونکې نجلۍ په توګه راڅرګندېږي، ناوړه دودنه ماتوي او نه‌یوازې په خپله کورنۍ، بلکې په خپله سیمه او ټولنه کې د نرواکۍ بنسټونه نړوي.

.د دې کتاب محتوا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره کیسې او کیسې شاملې دي

د ځلا خوبونه

لیکوال: هیله هدايي

سموونکی (ایډیټر): لعل اقا شیرین

انځورګر او د پښتۍ طرحه: سهیلا بختیاري

د پاڼو جوړونه: پارسا

ACKU  خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز

لومړی چاپ: ۱۳۹۸ ل. ( ۲۰۲۰ م) کابل – افغانستان

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.

© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Additional information

Weight 0.200 kg
Dimensions 13.5 × 21 cm
Audience Age Group

Children, Youth

Available Format

Physical Copy

Language

Pashto پښتو

Print Type

B/W

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د ځلا خوبونه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *