Description
ماشومانو ته د رسامۍ زده کړه
رسامي یوه هغه لار ده چې ماشوم په ګونګه ژبه خپلې دنننۍ غوښتنې څرګندوي.
په نوښتګره بڼه د ماشومانو ودې له پاره اړینه ده چې هغوی ښه وروزو او سمه لار ور وښيو. په اوسني وضعیت کې د ماشوم د رسامي موضوع ته پام ځکه اړین دی چې له ډېرو کلونو راهیسې افغانستان په هره برخه کې تر یرغل لاندې راغلی؛ په تېره ښوونځیو کې چې د ښوونې او روزنې اصلي رکن دیِ، د دې موضوع تشه لیدل کیږي.
« ماشومانو ته د رسامۍ زده کړه » ماشومانو او کورنیو ته ګټور روزنیز کتاب دی.
دغه کتاب له میندو او پلرونو سره مرسته کوي چې له ماشومانو سره په رسامي کې ښه او سمه مرسته وکړي او د ماشومانو فکري وده کې د رسامۍ ارزښت په پام کې ونیسي.
دغه کتاب پر پښتو او دري ژبو مینه والو ته وړاندې شوی دی.
دې کتاب په محتوا کې د لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې د ماشومانو لپاره د انځورګرۍ طریقې او تخنیکونه او د انځورګرۍ او د انځورګرۍ وسایلو معرفي شامله ده.
ماشومانو ته د رسامۍ زده کړه
لیکواله: استاد حمیده انصاري
ژباړن: لعل اقا شیرین
ایدیټر: امنه مایار
د پښتۍ طرحه: محمدمظفري
ACKU خپروونکی : په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
د چاپ نیټه: ۱۳۹۵ ل ./ 2016 ز. کال
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.