Description
نیمگړی ماشوم ، یو منځنی داستان دی چې په هغه کې د یوه معیوب ماشوم ژوند انځور شوی. دا ماشوم چې زېږي؛ نو له زنګانه ښکته پښې نهلري. کورنۍ یې ماشوم د همدغه عیب له امله په روغتون کې پرېږدي او خپله ترې کلي ته روانېږي. کورنۍ یې ځکه دا کار کوي چې وېره لري هسې نه پر دوی بوج شي.
د ماشوم مور او پلار د «خوشالیو» په نوم کلي کې اوسېږي. ټول کلی، ونې او بوټي او مرغان د ماشوم زېږېدو ته سترګې په لاره وي، خو کله چې مور او پلار له روغتون څخه تش لاس ستنېږي، ټول کلی خپګان په سر اخلي او زمان(وخت) له حرکته غورځي.
دا ماشوم له روغتون څخه روزنتون ته وړل کېږي او تر تنکۍ ځوانۍ په روزنتون کې نهیوازې د خپلو همزولو له لوري یې توهین او سپکاوی کېږي، بلکې په لوبو کې هم ونډه نهورکول کېږي. سربېره پر دې کومې کورنۍ چې وخت ناوخت روزنتون ته د فرزندي ماشومانو د اخستلو په پار سر ښکاره کوي، هغوی یې هم له وړلو ډډه کوي او د نیمګړي ماشوم په سترګه ورته ګوري.
دا بې پښو ماشوم په روزنتون کې د ایسکریم له کاچوغو څخه یو کورګۍ جوړوي او همېش په دې هیله او ارزو وي چې خدای یې د همدغسې یوه ښایسته کور خاوند وګرځوي.
هلک په روزنتون کې له تحقیرونو او سپکاوي په تنګ کېږي او تېښته کوي. د تېښتې پرمهال له یوې پیشو سره مخ کېږي او دا لامل کېږي چې په ژوند کې یې یو نوی فصل پرانستل شي.
د دې کتاب محتوا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره کیسې او کیسې شاملې دي.
نیمگړی ماشوم
لیکوال: رڼا زرمتۍ
انځورګر او د پښتۍ طرحه: رستاقی او سحر
د پاڼو جوړونه: رضا مرادی
(ACKU) پروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۸ ل. ( ۲۰۲۰ م) کابل – افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.