Description
پر ماشومانو د جګړې رواني اغېزې ، ډېری میندې او پلرونه او نور لویان په دې اړه چې ماشومان د جګړې، بېلابېلو پېښو او نورو شرایطو په اړه څه ډول فکر کوي او څرنګه له هغو څخه اغېزمنېږي، په ډېر څه نهپوهېږي. د والدینو لهپاره د ماشومانو د ډېری رواني غبرګونونو درک او پوهاوی سخت دی. میندې او پلرونه د اولاد د درد او رنځ د لیدلو زغم نهلري. د اولادونو د درد او رنځ لیدل، د والدینو لهپاره د هغه څه درک او فهم لا پسې سختوي چې ماشومان یې تجربه کوي. کله چې ماشومان د کورنۍ د یوه غړي تر مرګ وروسته لوبې کوي، والدین یې داسې انګېري چې ګواکې خوشحاله دی او هېڅ ستونزه نهلري او په دې توانېدلی چې پېښه هېره کړي؛ حال دا چې د ماشومانو روانپېژندنه یا ارواپوهنه بیا بل څه وايي. د ماشوم روانپېژندنه دې ټکي ته اشاره لري چې تر یوې ناوړه یا ناښاده پېښې لکه د یوه عزیز تر مړینې وروسته د ماشومانو بېحده زیاتې لوبې، ښايي په ماشومانو کې د یوې ستونزې ښودونکې وي. ماشومان لکه څنګه چې لویان ګومان کوي د مرګ، جګړې او تاوتریخوالي په څېر پېښې نههېروي. ماشومان له دغو پېښو اغېزمنېږي. ان که په خپله څېره او چلند کې هغه ونهښيي هم.
هره هغه پېښه چـې پـه جنگي او ناامنـــه شرايطو کې رامنځ ته کېږي وېروونکې ځکه له ټولو څخه د مرگ او بربادی بوی تر سپر مو كېږي. ماشومان دغه مرگ او بربادي درکوي او لامل کېږي چې د همېش له پاره د يوې بدې پېښي انتظار و باسی؛ هغه حالت چې د تل له پاره لویان او ماشومان تيارسی کوي. د تيارسۍ په شرایطــو کــی استوگنه او بودوباش، زموږ څخه ډېره انرژي او پياوړتيا اخلي او په اوږد مهال کې کولای شي ډېره ستړې کوونکې او زیان اړوونکې شي. ژورخپگان، اندېښنه او د رواني ضربو په څېر اختلالات ښايي په دغسې شرایطو کې د پاتې کېدو او يا شتون پایله وي. دا ستونزې د ژوند مختلفی برخی اغیزمنولی شي؛ له خوب څخه نیولې تر خوراک او له نورو سره اړیکې او د ژوند نورې چارې مو ټکنۍ کولاى شي . !! )
پر ماشومانو د جګړې رواني اغېزې
لیکوال: ډاکتر سیدرو حالله رضواني
ژباړن: لعل اقا شیرین
انځورګر: حبیب الرحمن حبیبي
د پښتۍ طرحه او د پاڼو جوړونه: نیک بخت محمودی
ACKU خپروونکی:په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتومرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۷ ل.( ۲۰۱۸ م) کابل – افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.