Description
په افغانستان کې د اهلي څارویو روزنه ، لومړنيو انسانانو هم د نباتاتو له ريښو او ميوو او هم د ځينو هغو حيواناتو د ښکار په وسیله . چې په لاس به يې ښکار کول، خپل خواړه برابرول. د انسان له خوا د څارویو اهلي كول، يو له هغو مهمو او اساسي کړنو څخه وو چې د هغه د خوړو د بدلون او د تغذیې د ښه والي لامل گرځيدلی دی. سپی، هغه لومړنی حیوان و، چې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کاله د مخه او له هغه
وروسته پسه شاوخوا ۱۱۰۰۰ کاله له نن څخه د مخه اهلي شوی دی. اهلي څاروي هغه حيوانات دي، چې د هغو مثل او نسل توليد يې د انسان تر واک او کنټرول لاندې دی او يا پرې انسان کنټرول لرلی شي. راټولوونکی او ښکاريان د حيواناتو لومړني اهلي کوونکي دي چي اوس په بيلا بيلو ډولونو ورڅخه انسان گټه اخلي. انسان په یوځای کې تر استوگن کیدو او اوږدو تجربو ترلاسه کولو وروسته د څارویو له شیدو وړيو او کاري جگړيز او ورزشي ځواک څخه د کار اخيستنې په لارو چارو پوه شو. د څاروي ساتنې کار کسب هم له همدې وخت څخه وروسته شروع شوی، انسان له اهلي حيواناتو څخه د خپلو خوړو او پوښاک د برابرولو له پاره د هغو ساتنه او روزنه پیل کړې ده.
په نړۍ کې په ميليونو ډوله حيوانات شته، د دې له پاره چې هغه په ښه توگه مطالعه کړو لازمه ده چې د ځینو خواصو او ځانگړنو له مخې، چې سره ورته دي، په ځانگړو گروپو او ډلو ډلبندي او مطالعه شي. په عامه توگه دوه ډوله طبقه بندۍ شته دي:
په افغانستان کې د اهلي څارویو روزنه
لیکوال: سرمحقق دوکتور سکندر حسیني
ژباړن: سرمحقق سید محی الدین هاشمي
د پښتۍ انځور: رضاپارسا
ACKU خپرونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
۳۲۶: پرله پسې شمېره
لومړی چاپ: ۱۳۹۴ لمریز، ۲۰۱۵ م
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.