Description
.کبۍ او مونوک ، د هغه کتاب سرلیک ده چې د ماشومانو لپاره د مثبت پیغام په درلودلو سره سره په ساده او روانه ژبه لیکل شوی دی
په دې داستان کې ماشومانو ته ښودل شوي دي چې د الله په مخلوق کې توپیر نشته نو ځکه رنګ، ژبه، شتمنی، او پیاوړتیا د غوره والي نښه نده او نه هم دا د غوره توب بېلګې دي. باید یو په بل ځان غوره و نه ګڼو بلکې ټول د الله مخلوق دی، او د ملګرتیا په هکله هم مثبت پیغام لري چې مونږ کولی شو له هرچا او هر ژوندي موجود سره هم ملګرتیا ولرو.
کبی ورته خپه شوه. د مونوک خبرې يې وريادې شوې چې ويل يې: «انسانان ډېر هوښيار دي. دوی د سمندر تل ته او د اسمان هسکو ته تلی شي. دوی په
ډېرو شيانو پوهېږي. لرې لرې ستوري پېژني، ډول ډول کبان پېژني. دوی شپه او ورځ لگیا وي، نوي کتابونه ليکي نوې مطالعي کوي …
د دې کتاب محتوا کې کیسې، سندرې، شعرونه او د ماشومانو کیسې شاملې دي.
کبۍ او مونوک
لیکوال: محب الله زغم
سموونکی (اېډېټر): صدی قالله بدر
د پښتۍ طرح او انځورګر: صالح محمد کُهسار
د پاڼو جوړونه: رضا پارسا
(ACKU) خپرندوی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۷ هـ.ل. (۲۰۱۸ز) کابل-افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.