توضیحات
کړې وو او ان ملا صيب يې هم سمې زده کړې نه لرلې، ښوونځی يې يوازې تر شپږم ټولګي پورې لوستی و.
د پېریانو کلی د هغه کتاب سرلیک دی چې د یوه لیرې پراته کلي په اړه لیکل شوی دی. د پېریانو په کلي کې له معمول سره سم د پېریانو کيسې کېدې او هلته به ماشمان له ماښام وروسته ګرځېدو ته نه پرېښودل کېدل ځکه چې هغوی ته له پخوا دا خبرې په میراث پاتې وې چې دلته پېریان دي او تر ماښام ناوخته هغوی خپل کارونه پيلوي، نو که ماشومان له کوره بهر وي کېدای شي له پېريانو سره مخ شي او داسې نه چې کوم زیان ورته ورسوي. د پېریانو کلي ښوونځی او روغتیايي مرکز نه درلود. دوی يوازې یو ملا او له یوه بل کس پرته يې نور ټول وګړي بې زده
د پېریانو کلي په کتاب کې د کيسې په ژبه، له ظلم نفرت کول، په بدو کې د ښځو یا نجونو ورکړه، د نجونو او هلکانو په منځ کې توپير کول چې نارینه د خپل کور خو ښځینه د بل کور رڼا ده. خپلو ماشومانو ته د تعلیم په برخه کې د مشرانو نه پاملرنه او داسې نورې ستونزې چې د دې هلکانو په زړه ارمان وي. تر دې چې يوه ورځ له ښاره د ملک صيب مېلمانه راغلل. مېلمنو له ماشومانو سره خبری وکړې، په پای کې ماشومان هم پر دې وتوانېدل چې د ملا صيب، مامور صيب او راغلو مېلمنو په مرسته خلک را غونډ او اړ کړي څو د کلي نوم بدل او د «اتلانو کلی» نوم پرې کېږدي او د کلي د ښوونځي ډبره هم په همدې نوم کېږدي.
نقد و بررسیها
هنوز بررسیای ثبت نشده است.