د ژوند حق

$5.00

ګرانو او زړه ته راتېرو ماشومانو!

که څوک ستاسو د ژوند حق له پامه غورځوي، یا داسې کار کوي چې ستاسو

ژوند ته خطر جوړوي؛ پوهېږئ چې څه باید وکړئ او له خپلو کومو دوستانو څخه

مرسته وغواړئ؟

 

 

 

هره خبره خپلو میندو پلرونو یا د کورنۍ مشرانو ته وکړئ. همدارنګه هغو کسانو

ته یې وکړئ چې باور پرې لرئ او له هغوی څخه مرسته وغواړئ.

که په ښوونځي کې یاست، خپل ښوونکي/ ښوونکې، د ټولګي نګران، سرمعلم

صاحب او یا مدیر صاحب ته یې ووایئ.

که په کوڅه او بازار کې وئ او داسې څه مو ولیدل چې ستاسو ژوند ته خطر

پېښوي، لویان یا د سیمې پولیس پرې خبر کړئ.

که مو ولیدل چې څوک ستاسو ژوند ته پام نه کوي، ستاسو د ژوند حق ته اهمیت

نه ورکوي او تاسو چې خپلو دوستانو ته شکایت وکړ، ګټه یې ونه کړه، نو بیا د

ماشومانو د حقونو او د بشر د حقونو هغو دفترونو ته ورشئ چې ستاسو په سیمه

کې تر ټولو نژدې دي. بیا له هغوی څخه مرسته وغواړئ.

په دې کار سره به تاسې د دې مخه ونیسئ چې د ژوند حق مو تر پښو لاندې شي!

 

SKU: ACKU#063 Categories: ,

Description

!ګرانو او زړه ته راتېرو ماشومانو

که څوک ستاسو د ژوند حق له پامه غورځوي، یا داسې کار کوي چې ستاسو

ژوند ته خطر جوړوي؛ پوهېږئ چې څه باید وکړئ او له خپلو کومو دوستانو څخه

مرسته وغواړئ؟

هره خبره خپلو میندو پلرونو یا د کورنۍ مشرانو ته وکړئ. همدارنګه هغو کسانو

ته یې وکړئ چې باور پرې لرئ او له هغوی څخه مرسته وغواړئ.

که په ښوونځي کې یاست، خپل ښوونکي/ ښوونکې، د ټولګي نګران، سرمعلم

صاحب او یا مدیر صاحب ته یې ووایئ.

که په کوڅه او بازار کې وئ او داسې څه مو ولیدل چې ستاسو ژوند ته خطر

پېښوي، لویان یا د سیمې پولیس پرې خبر کړئ.

که مو ولیدل چې څوک ستاسو ژوند ته پام نه کوي، ستاسو د ژوند حق ته اهمیت

نه ورکوي او تاسو چې خپلو دوستانو ته شکایت وکړ، ګټه یې ونه کړه، نو بیا د

ماشومانو د حقونو او د بشر د حقونو هغو دفترونو ته ورشئ چې ستاسو په سیمه

کې تر ټولو نژدې دي. بیا له هغوی څخه مرسته وغواړئ.

!په دې کار سره به تاسې د دې مخه ونیسئ چې د ژوند حق مو تر پښو لاندې شي

دانلود

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د ژوند حق”

Your email address will not be published. Required fields are marked *