ماشومان کیسې خوښوي. کیسې له دوی سره د نړۍ او خلکو په پوهیدو کې مرسته کوي. همدارنګه، کیسې له دوی سره د دوی د تصور – ذهني نړۍ پراختیا او د لوستلو مهارتونو په وده کې مرسته کوي. د کيسو په لوستلو سره، دوی کولی شي لوبې وکړي او په ورته وخت کې له کیسې څخه الهام واخلي. د ACKU ویب پاڼې څخه د ماشوم ادب یعنې د ماشومانو د کتابونو یوه اصلي کاپي راښکته (ډاونلوډ) کړئ او خپلو ماشومانو ته د کیسې ډالۍ ورکړئ. دا ټولې کیسې چې د ځايي افغان لیکوالانو له خوا لیکل شوي، د لوستلو لپاره اسانه دي او د لوستونکو تر منځ د سولې، زغم، برابرۍ او بشري حقونو ته د درناوي کلتور ته وده ورکوي.
ځواکمن پروګرام په بېلابېلو موضوعاتو په پښتو، فارسي او ازبکي ژبو تر ۴۵۰ ډېر کتابونه خپاره کړي دي. دا لیکنې د دې لپاره دي چې مطالعه اسانه او په ورته وخت کې معلوماتي وي. زموږ په لومړني او ثانوي رسمي نصاب کې د تخلیقي ادب د کیسو د نشتون ستونزې ته په پام سره، ځواکمن پروګرام د ماشومانو لپاره د کیسو د کتابونو په خپرولو کې یو نوی څپرکی پرانیست. د دې کتابونو له لارې به ماشومان له الهامي کیسې سره مخ شي چې د بیان د ازادۍ او زغم د نړیوالو ارزښتونو په لوستلو سره به، د دوی د مطالعې مهارت وده ومومي. د کیسو د یادو کتابونو د بشپړ نوملړ لپاره مهرباني وکړئ، دا ځای کيکاږئ.
ځواکمن پروګرام له ۲۸۰ زیاتو کتابتونونو شبکه لري او دا شبکه د هر نوي جوړېدونکي کتابتون په جوړېدو سره د هېواد په 34 ولایتونو کې لازیاته پراخېږي. دا کتابتونونه د ډیرو کلونو په اوږدو کې د ځواکمن پروګرام لخوا جوړ شوي او تجهیز شوي دي او په هر کال کې دوه ځله له نویو لوست توکو سره نوي کیږي. په تېرو کلونو کې له دغو کتابتونونو څخه څه باندې نیم میلیون زده کړیالانو او عامو خلکو ګټه اخیستې ده. د نقشې معلومات به ژر تازه شي...
د ځواکمن پروګرام د کتابتونونو جغرافیایي نقشه
نور ځایونه به ډیر ژر اپدیت شي ...
ځواکمن پروګرام څه ډول دی؟
ځواکمن د ACKU د باکس کتابتونونو د پراختیا په مانا دی. دا یو اوږد نوم خو خورا لنډه او کوټلې نظریه ده. دا د پرمختګ پر لور یو بنسټیز ګام دی. یعنې د پرمختګ پر لور لومړنی ګام، د کتابونو لوستل دي. ځکه لوستل، ځواکمن کېدل دي.
دا څنګه کار کوی؟
ځواکمن پروګرام دوه اصلي فعالیتونه لري.
لومړی نمبر – د بکس کتابتونونه باکس کتابتونونه لرګینې کتابتوني المارۍ دي چې د مطالعې لپاره زیات شمېر کتابونه لري او کتابونه یې وخت ناوخت نوي کېږي. دا ګرځنده کتابتونونه په ښوونځيو، جوماتونو او د ټولنو په مرکزي ځایونو کې په ټول هېواد کې ځای پر ځای شوي دي. مانا دا چې د ځواکمن پروګرام له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یاد کتابتونونه جوړ شوي دي.
دویمه ګڼه – خپرونې ځواکمن پروګرام کتابونه خپروي ترڅو له خلکو سره په لوستلو کې مرسته وکړي. دا کتابونه تر ډیره، د افغان لیکوالانو لخوا د په زړه پورې منځپانګې په لرلو سره لیکل شوي. دا پروګرام په ځانګړې توګه د مطالعه کوونکو ماشومانو سره د مرستې لپاره چمتو شوی دی. موخه یې دا ده چې د مطالعې د دغو کتابونو په لوستلو سره، د زده کوونکو د ښوونځي نصاب تر څنګ د لوستلو لپاره لپاره بسنده لوست توکي د مرستندویې مطالعې لپاره د هغوی په واک کې ورکړل شي. دا کتابونه ماشومانو ته د بنسټیزو انساني ارزښتونو په اړه درس ورکوي. د دې کتابونو له لارې به ماشومان داسې کیسې ولوستلی شي چې د دوی په ذهنونو کې مثبتې اغیزې وکړي. دوی به له الهامي کیسې سره مخ شي چې له شک پرته، دا ډول کیسې له زده کوونکو سره د دوی په وده کې مرسته کولی شي.
تاسو څه کولی شئ؟
تاسو کولی شئ د ځواکمن پروګرام څخه د کتاب اخیستلو لپاره څلور ډالر مصرف کړئ. دا څلور ډالر به د ځواکمن سره د کیسې کتابونو خپرولو او په افغانستان کې ماشومانو ته د دغو کتابونو په ویشلو کې مرسته وکړي. که تاسو د مطالعې کولو لپاره په عمر برابر ماشومان ولرئ او وغواړئ چې په پښتو یا فارسي ژبه کتابونه ولولي نو تاسو په خپلو ماشومانو د ځواکمن پروګرام کتابونه هم لوستلی شئ.
که تاسو فکر کوئ چې دا یو ښه نظر دی، نو موږ سره مرسته وکړئ. له ځواکمن پروګرام سره مرسته وکړئ ترڅو خپلو ماشومانو ته لوستل زده کړو.