د افغانستان ملي موزيم او زموږ فرهنګي ميراث

$10.00

د افغانستان ملي موزيم او زموږ فرهنګي ميراث ، د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د استاد پروفيسور ګيل سټين او الخاندرو ګاليګولاپز دغه ارزښت لرونکی اثر د «توانا» کتابونو په لړۍ کې په پښتو او فارسي ژبو خپور شوی دی.

دغه کتاب د افغانستان د ملي موزيم د رييس محمد فهيم رحيمي په پيليزې سره د ځوانانو او تنکيو ځوانانو له پاره په ساده او روانه ژبه ليکل شوی دی او په لنډ ډول د تاريخي دورو ځانګړې فرهنګي، ټولنيزې او سياسي ځانګړتیاوې بيانوي.

په دې کتاب کې د کرونولوژۍ له مخې تاريخي دورې، د ډبرې له زمانې څخه پيل بيا تر نن پورې معرفي شوې دي او پر هغې تاريخي اثارو چې د افغانستان په ملي موزيم کې ساتل کېږي هم استناد شوی دی.

د دې کتاب محتوا د افغانستان د ملي موزیم او زموږ د کلتوري میراث په اړه معلومات لري.

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

تفصیل

له هرې تاريخي دورې څو لرغوني اثار معرفي شوي دي. لوستونکي په ځانګړي ډول د ښوونځي زده کوونکي د دې کتاب په لوستو سره د ملي موزيم لیدو او همداراز د هېواد فرهنګي ميراثونو ته د معنوي پانګې په سترګو کتو ته هڅول کېږي.

په ټوليز ډول، د دې کتاب منځپانګه، د لرغونو تمدنونو په اړه د خلکو په ځانګړي ډول ځوان نسل د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره د ارزښت وړ ده.

د دې کتاب خپرول او وېشل زموږ د پخوانيو او ځينو هغو ميراثونو د درنښت له پاره چې له پرلپسې کړکېچ څخه را پاتې دي خو اوس هم له ګواښ سره مخ دي، يوه هڅه ده.

د افغانستان د ملي موزيم او زموږ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او پالنې له پاره د خلکو په پوهاوي کې مرسته کوي.

دغه کتاب د افغانستان د ملي موزيم، ACKU او د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتيوت ګډ کار دی.

د دې کتاب محتوا د افغانستان د ملي موزیم او زموږ د کلتوري میراث په اړه معلومات لري.

د افغانستان ملي موزيم او زموږ فرهنګي ميراث

ليکوالان: پروفیسور ګيل سټين او الخاندرو ګاليګولاپز

پارسي ته ژباره: کاظم حمیدي رسا

پښتو ته ژباړه: حبيب وقار

سموونکی(اېدېټر): محمد فهیم رحیمي (د افغانستان د ملي موزیم رییس)

خپرندوی: د افغانستان ملي موزيم، شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستیتيوت او د افغانستان د معلوماتو مرکز ACKU ګډ چاپ

انځورګره: زینب رضایي

لومړی چاپ: ۱۴۰۰ لمریز( ۲۰۲۱ ز)کابل – افغانستان

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.

© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

بشپړ معلومات

Weight 0.250 kg
Dimensions 20 × 20 cm
Audience Age Group

Adults

Available Format

Digital eBook, Physical Copy

Language

Pashto پښتو

Print Type

Color

کتنې

هیڅ کتنې شتون نلري.

د بیاکتنې لومړی کس اوسئ “د افغانستان ملي موزيم او زموږ فرهنګي ميراث”

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *