Description
د افغانستان مشاهیر (څلورم ټوک) موږ د خپل هيواد په لرغوني پروني او اوسني (معاصر) پیر او بهير کې ډېر نوميالي علمي، روحاني، ټولنيز او فرهنګي شخصيتونه لرل او لرويې، نو ډيره اړينه ده چې د هغو له ژوند پيښو، آثار او افکارو خبر شو. د دغو نومياليو د پیژندلو له پاره تر اوسه د بيلا بيلو معيارونو او ذوقونو پر بنسټ ځينو ليکوالو ليکنې او څيړنې کړي چې، د ځانګړو چاپي آثارو په بڼه خپرې شوي دي
علمي، روحاني، ټولنيز ملي سياسي او فرهنګي شخصیتونه د هرې ټولنې او هيواد د تاریخ فرهنګ او مدنیت په رغونه، وده او پرمختيا کې داسې بنسټيزه ونډه لري، چې څوک يې له ارزښت او اهمیت څخه سترګې نشي پټولی د همدغو نومياليو علمي او فرهنګي کړنې او لاسته راوړنې وي چې هم خپلو هم مهالو او هم د پيړيو په پوړیو کې نورو راتلونکو نسلونو ته د لارې داسې مشالونه وي، چې په رڼا کې يې د خپل ځانګړي او ملي ټولنيز ژوند لوري او لارې ټاکلی شي.
د افغانستان مشاهیر (څلورم ټوک)
ليکوال: څیړنوال سيد محى الدين هاشمي
د پښتي انځور: نجیب الله مهرزاد
(ACKU) خپروونکـــــــــــــــی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 212
لومری چاپ: 1390 لمریز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.