لارښود او ستره پېښه

په لارښود او ستره ،  د مېږیانو په ژوند لیکل شوی کتاب دی. لارښود د هغه مېږي نوم دی چې د مېږیانو د نسلونو په اندازه يې پنځلس نسله ژوند کړی او ستره پېښه د هغه توپان په اړه کيسه ده چې لارښود يې په اړه مېږیانو ته معلومات ورکوي او لارې ګودرې ورته ښيي. په ټوله کې لارښود او ستره پېښه هغه پیغامونه لري چې د ټولو وګړو، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو او ماشومانو له پاره ډیر اړین دي.

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

Description

په لارښود او ستره ، پېښه کتاب کې د ماشومانو له پاره د کيسې په بڼه مثبت پیغامونه لیکل شوي دي چې ياد مثبت پيغامونه ماشومان مثبت لور ته هڅوي.

لارښود او ستره پېښه د مېږیانو په ژوند لیکل شوی کتاب دی. لارښود د هغه مېږي نوم دی چې د مېږیانو د نسلونو په اندازه يې پنځلس نسله ژوند کړی او ستره پېښه د هغه توپان په اړه کيسه ده چې لارښود يې په اړه مېږیانو ته معلومات ورکوي او لارې ګودرې ورته ښيي. په ټوله کې لارښود او ستره پېښه هغه پیغامونه لري چې د ټولو وګړو، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو او ماشومانو له پاره ډیر اړین دي.

په دې کتاب کې د يووالي، ورورولۍ، یو بل ته درناوی کول، د مشرانو په خبرو عمل کول، د نورو په فرهنګ او کلتور کې لاسوهنه نه کول، د تور او سپين په بڼه تبعیض، په زور سره د نورو له لوري تپل شوي کارونه او د نورو په تمه ژوند نه کول او همداراز په  دې کیسه کې دې ته ورته نور شيونه هم راغلي دي چې لوستل يې د هر انسان له پاره اړین او ګټور دي.

 

لارښود او ستره پېښه

لیکوال: عبدالله الهام

سموونکی (اېډېټر): انور وفا سمندر

انځورګر او د پښتۍ طرح: بصیر قاسمی

د پاڼو جوړونه: رضا پارسا

(ACKU) خپرندوی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز 

لومړی چاپ: ۱۳۹۷ هـ. ل. (۲۰۱۸ز) کابل- افغانستان

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.

© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Additional information

Audience Age Group

Children, Youth

Available Format

Digital eBook, Physical Copy

Language

Pashto پښتو

Print Type

B/W

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “لارښود او ستره پېښه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *