د پېریانو کلی

د پېریانو کلی ، د هغه کتاب سرلیک دی چې د یوه لیرې پراته کلي په اړه لیکل شوی دی. د پېریانو په کلي کې له معمول سره سم د پېریانو کيسې کېدې او هلته به ماشمان له ماښام وروسته ګرځېدو ته نه پرېښودل کېدل ځکه چې هغوی ته له پخوا دا خبرې په میراث پاتې وې چې دلته پېریان دي او تر ماښام ناوخته هغوی خپل کارونه پيلوي، نو که ماشومان له کوره بهر وي کېدای شي له پېريانو سره مخ شي او داسې نه چې کوم زیان ورته ورسوي. د پېریانو کلي ښوونځی او روغتیايي مرکز نه درلود. دوی يوازې یو ملا او له یوه بل کس پرته يې نور ټول وګړي بې زده کړې وو او ان ملا صيب يې هم سمې زده کړې نه لرلې، ښوونځی يې يوازې تر شپږم ټولګي پورې لوستی و.

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

Description

د پېریانو کلی ،  د هغه کتاب سرلیک دی چې د یوه لیرې پراته کلي په اړه لیکل شوی دی. د پېریانو په کلي کې له معمول سره سم د پېریانو کيسې کېدې او هلته به ماشمان له ماښام وروسته ګرځېدو ته نه پرېښودل کېدل ځکه چې هغوی ته له پخوا دا خبرې په میراث پاتې وې چې دلته پېریان دي او تر ماښام ناوخته هغوی خپل کارونه پيلوي، نو که ماشومان له کوره بهر وي کېدای شي له پېريانو سره مخ شي او داسې نه چې کوم زیان ورته ورسوي. د پېریانو کلي ښوونځی او روغتیايي مرکز نه درلود. دوی يوازې یو ملا او له یوه بل کس پرته يې نور ټول وګړي بې زده

د پېریانو کلي په کتاب کې د کيسې په ژبه، له ظلم نفرت کول، په بدو کې د ښځو یا نجونو ورکړه، د نجونو او هلکانو په منځ کې توپير کول چې نارینه د خپل کور خو ښځینه د بل کور رڼا ده. خپلو ماشومانو ته د تعلیم په برخه کې د مشرانو نه پاملرنه او داسې نورې ستونزې چې د دې هلکانو په زړه ارمان وي. تر دې چې يوه ورځ له ښاره د ملک صيب مېلمانه راغلل. مېلمنو له ماشومانو سره خبری وکړې، په پای کې ماشومان هم پر دې وتوانېدل چې د ملا صيب، مامور صيب او راغلو مېلمنو په مرسته خلک را غونډ او اړ کړي څو د کلي نوم بدل او د «اتلانو کلی» نوم پرې کېږدي او د کلي د ښوونځي ډبره هم په همدې نوم کېږدي.

 

د پېریانو کلی

لیکوال: گل رحمن رحماني

سموونکې( اېډېټر): محب الرحمن محب

د پښتی طرح او انځورگر: احمد مومني

د پاڼو جوړونه: محمد مظفري

(ACKU)خپرندوی په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز 

لومړی :چاپ ۱۳۹۷ هـ. ل. (۲۰۱۸ ز) کابل – افغانستان

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.

© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Additional information

Audience Age Group

Children, Youth

Available Format

Digital eBook, Physical Copy

Language

Pashto پښتو

Print Type

B/W

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د پېریانو کلی”

Your email address will not be published. Required fields are marked *