Description
.سوله او طبیعت ، د هغه کتاب سرلیک دی، چې سوله او طبیعت يې د داستان په ژبه معرفی کړی دی
په دې کتاب کې د داستان په ژبه دا ښودل شوي چې باید مونږ د هر کار پړه د نورو په غاړه نکړو، او د نورو په تمه باندې هم پاتې نشو، باید خپله زیار و ګالو تر څو مو ژوند رنګین شي، او دا چې طبیعت له سولې سره تړلی دی، که سوله نه وي نو طبیعت هم رنګین نه وي، سوله دې ته نشو ویلی چې یوازې جنګ نه وي بلکی سوله دی ته ویلی شو چې ټول خلک په خپل ژوند کې مصروف او خوښ اوسي، د یو هېواد ټول وګړی باید دا خپله دنده و ګڼي چې سولې ته د راتلو لپاره کار وکړی چې سوله راشي او طبیعت رنګین کړي.
استازی لا ډیر وړاندې نه و تللی چی یو عجیب څه یې چی وليدل. يو داسې عجيب . له حيرانتيا يې خوله او سترګې خلاصې پاتې شوې. یو لوی مرغه، دومره لوی لکه یوه وزر لرونکي غوا. که څه هم استازي په غرونو او رغونو ډیر سفرونه کړي وو او ډیر عجیب او ناپیژندل شوي ژوندي موجودات يې ليدلي وو، خو دا ورته ډیر حیرانونکی و ځکه تر اوسه یې د داسې مرغه په اړه له هیچا څه نه وو اوريدلي.
استازي دوې پښې درلودې دوې یې هم پور کړې، او ځان یې په منډه منډه پاچا زړه ور او بوډۍ ته ورساوه، په داسې حال کې چې له وارخطایي او ستړيا يې ژبه بنده بنده کیده لاس یې د کنډوالې په لور ونيو ويې ویل: هلته هلته هلته یو څه وو، یو مرغه، نه مرغه
نه وو بلا وه بلا، هو مرغه بلا…؟؟
سوله او طبیعت
لیکواله: نعیمه غني
سموونکې(اېډېټر): اسما کاکړ
د پښتۍ طرح او انځورګره: تورپیکی نثار
د پاڼو جوړونه: رضا رضایي
(ACKU)خپرندوي: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۷هـ-ش. (۲۰۱۸ز) کابل-افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.