Description
لینا او راز ناکه ام، د هغه زړه راښکونکي داستان سرلیک دی چې فیل زاکرمن لیکلې.
د دی داستان پښتو او دري نسخه په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز له خوا خپره شوې ده.
ډاکټر فیل زاکرمن په کلیفورنیا کې د پیتزر کلامنت کالج د ټولنپوهنې استاد دی، هغه د څو ټوکه کتابونو لیکوال هم دی چې جایزې يې هم اخیستې دي.
لینا او راز ناکه ام، د ماشوم ادبیاتو په برخه کې د فیل زاکرمن ځانګړی استعداد راښيي. هغه د ټولني له پېلابېلو پاړکیو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې ځانګړی مهارت لري. اوس نه یوازې محصلین او استادان ان ماشومان هم کولای شي د هغه اثارو ته لاره پیدا کړي.
دا کتاب د نارویژي/ناروې خپرندوی (وودوولیلی) په همکارۍ سره په پښتو او دري ژبو ژباړل شوی او په کابل کې زر ټوکه چاپ شوی دی.
د کتاب ځانګړنې
د کتاب نوم: لینا او رازناکه ام
ليکوال: پروفیسور فیل زاکرمن
انځورګره: شیما زارعي
پښتو ژباړن : ډاکټر محب الله زغم
خپرندوی: د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۹ ل. ۲۰۲۱ ز – کابل – افغانستان
Reviews
There are no reviews yet.