Description
زموږ د نيکونو ډالۍ، د غزنويانو د دورې د سفالي کاسې په اړه، د يوې لنډې ليکل شوې کيسې نوم دی. ماشومان د دې کيسې په لوستو سره د غزنويانو د تاريخي زمانې له ځينو واقعيتونو سره اشنا کېږي او دې ته هڅول کېږي چې د هېواد د فرهنګي ميراثونو په ساتنه او پالنه کې برخه واخلي.
د غزنويانو په زمانه کې، غزنی د اسلامي نړۍ ختيځ تمځی او د غزنويانو د امپراتورۍ قلمرو د اوسني افغانستان له سرحدونو پراخه و چې له ختيځ څخه تر هند او له لويديځ څخه تر بغداد پورې و. په ځانګړي ډول سلطان محمود او زوی یې سلطان مسعود د اسلامي فرهنګ او هنر په ملاتړ کې څرګند او د ارزښت وړ رول درلود.
په دې دوره کې خطاطان، حکاکان او هنرمندان په دې هڅه کې وو چې ایتونه او روايتونه په عربي او فارسي ژبو په کوفي خط سره وليکي.
دغه کتاب په پښتو او فارسي ژبو د «توانا» کتابونو په لړۍ کې د افغانستان د معلوماتو مرکز له لوري د افغانستان د ملي موزيم او شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتيوت له لوري خپور شوی دی.
د غزنویانو په پېر کې غزني د اسلامي نړۍ ختیځ مرکز و او د غزنویانو د امپراتوري خاوره له ختیځ نه تر هنده او له لويديځ څخه تر بغداده
پورې، د افغانستان له اوسنیو سرحدونو ورهاخوا غځېدلې وه.. غزنوي شاهان د بغداد د خلفاوو له معنوي ملاتړ برخمن وو. د غزنویانو د پراخې امپراتورۍ له خاورې پوهان، هنرمندان او مشران د غزني ښار ته راتلل او د خپل هنر او مهارتونه يې نندارې ته وړاندې کول. يو له هغو هنرونو څخه چې د غزنویانو په دوره کې ډېر ځلېدلی و او غزنوي شاهانو هم ترې ملاتړ کاوه، د خطاطۍ هنر و. غزنوي شاهانو، په تېره سلطان محمود او زوی یې سلطان مسعود د اسلامي هنر او فرهنگ په پراختیا کې کارنده ونډه درلوده. په دې دوره کې خطاطانو، حکاکانو او هنرمندانو هڅه کوله چې په عربي ژبه ايتونه او روايتونه په ښكلي كوفي خط وليكي. د دغه سفالي غاب د موندلو داستان په تخييلي بڼه بيا ليکل شوی او د غزنويانو د پېر د تاریخي واقعیتونو ځینې گوټونه هم په کې منعکس شوي دي.
.د دې کتاب په محتوا کې زموږ د پلرونو لخوا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د ډالیو کیسې او کیسې شاملې دي
زموږ د نيکونو ډالۍ
ليکوال: کاظم حمیدی رسا
پښتو ژباړن: صدیق الله بدر
انځورګره: طاهره اکبری
د پانو اوډون: د توانا ډله
خپروونکي: د افغانستان ملي موزیم، د شیکاګو د ختیځ پېژندنې انستیتوت
(ACKU) او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱٤٠٠ ه. لمریز ( ۲۰۲۱ م) کابل – افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.