Description
، آوازې ، کیسه داسې ده چې زه د غزني د ښار د روغتون په عاجله خونه کې دنده لرم او په هغه شپه نوکري وم د ماښام تياره او خړه لا سمه نه وه خوره شوې چې یو سپین ږیری ناروغ یې روغتون روغتون ته راوړ. د ناروغ وضعیت خورا ډیر خراب ،و کابو یوه اوونۍ یې په کور کې د کرونا تبي او دردونه تېر کړي وو، خو له نن سهار راهیسې یې وضعت بيخي خراب شوی و او په ساه اخیستلو کې یې ستونزه لرله. ځايي ډاکټرانو پـه کـور کې ورته اکسیجن ورکړی و، خو کومه گټه یی نه وه کړې او دا دی اوس يې په دې ماښام کرونا سنتر ته راوستی و مشرانو بـه ویـل ناروغانو له پاره ډېره درنه وي. زه چي دلته کار کوم نو په دې خبره می چې نور هم باور ډېر شوی چې شپه د ناروغ له پاره تر ورځی خطرناکه او له کړاوه ډکه وي. البته د دې خبرې له پاره کوم علمي دلیل نه لرم خو د یوه عادي کس په توگه کله کله د ناروغانو په اړه له ځان سره وړاندوینه که دا ناروغ نن شپه ژوندی پاتې شو، نو بيا نه مري. نیمه شپه د ناروغانو په خونو گرځم راگرځم او د خونو نظافت ،گورم نو وینم چی ناروغان د شپی لخوا ډېر په عذاب وي. ښایی دا به له دې کبله وي چي د ورځې لخوا استراحت او ويده وي او د شپ او د شپې لخوا يې مرض زورور کېږي او يا هم ښايي له دې کبله وي چې د شپې لخوا هره خوا چوپه چوپتیا وي او د ناروغ ماغزه چې د همېش له پاره د شپې له ارامی او چوپتیا سره بلد او اموخته دي نو تر عادي حالته ډېرې ارامتیا ته اړتيا ښيي او له همدې امله ناروغ ډېر ناکرارېږي او په همدې وجه یې ناروغي هم زور کوي.
د دې کتاب محتوا د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، میدان وردګ او غزني د کرونا کیسې او کیسې لري.
آوازې
لیکوال : عبدالواحد رفیعی
پښتو ته ژباړن: محب الرحﻤﺎن
ادﺑﻲ ناظر / پراجکت کوالیتی کنترولر: محب الله زغم
انځورګره: فرحناز عثﻤﺎنی
ګرافیک ډیزایﻨﺮ: وحید عباسی
ACKU خپروونکې اداره : په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
لومړی چاپ: ۱۴۰١ لمریز ( ۲۰۲٢ ز )
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.
Note: Physical Copies of this book is free for public libraries, public and private schools, communities, educational organizations and institutions. Kindly visit ACKU premise to receive the physical copies or we can also deliver them to your location in Afghanistan (delivery charges will apply).
——————————————
یادداشت: نسخههای فیزیکی این کتاب برای کتابخانههای عامه، مکاتب دولتی و خصوصی، جوامع محلی، سازمانها و نهادهای آموزشی بهصورت رایگان در دسترس است. لطفاً برای دریافت نسخههای فیزیکی به دفتر مرکز معلومات افغانستان در دانشگاه کابل (ACKU) مراجعه نمایید، یا در صورت تمایل میتوانیم آنها را به موقعیت شما در نقاط مختلف افغانستان ارسال کنیم (هزینه ارسال بر عهده دریافتکننده خواهد بود).
——————————————
یادښت: د دې کتاب فزیکي نسخې د عامه کتابتونونو، دولتي او خصوصي ښوونځیو، سیمهییزو ټولنو، تعلیمي سازمانونو او بنسټونو لپاره وړیا دي. مهرباني وکړئ د فزیکي نسخو د ترلاسه کولو لپاره د کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU) دفتر ته مراجعه وکړئ، یا که وغواړئ موږ کولی شو دا نسخې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ستاسو موقعیت ته واستوو (د لېږد لګښت به د ترلاسه کوونکي پر غاړه وي).

Reviews
There are no reviews yet.