د افغانستان ځینی ولسي کیسي(دریم توګ)

$10.00

 د افغانستان ځینی ولسي کیسي(دریم توګ)، ولسي کيسې زموږ د ولسي ادب د نورو ګڼو ډولونو په لړ کې ډېر ستر ځای لري، که ارزښت ته يې يو څوک ځیر شي، پکې د روزنې،
عبرت، خواخوږۍ، خوارۍ، ستونځو او زور زياتي، مينې – محبت او د ژوند نورې خواوې ليدل کيږي نو د دغو کيسو د راټولېدو لمن باید ارته او پراخه شي.

د دې کتاب محتوا د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه د افغان ولسي کیسو په ګډون ده، چې بیلابیل کیسې او پیښې پکې شاملې دي.

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

Description

 د افغانستان ځینی ولسي کیسي(دریم توګ)، ولسي کيسې زموږ د ولسي ادب د نورو ګڼو ډولونو په لړ کې ډېر ستر ځای لري، که ارزښت ته يې يو څوک ځیر شي، پکې د روزنې،
عبرت، خواخوږۍ، خوارۍ، ستونځو او زور زياتي، مينې – محبت او د ژوند نورې خواوې ليدل کيږي نو د دغو کيسو د راټولېدو لمن باید ارته او پراخه شي. اوس چې زموږ په ټولنه کې له څو کلونو راهيسې یولړ ستونځې رامنځ ته شوي او زموږ خلک هر چېرې لېږدېدلي دي، نو وينو چې د ولسي کيسو هغه پخوانی خوند، رنګ او مينه په ولس کې د نويو عصري او موډرونو تخنيکي وسايلو، لکه راډيو، تلويزيون او نورو په رامنځ ته کېدو سره، چې ډول ډول سندرې سريالونه او رنګ رنګ فلمونه شتون لري، د هغو په ليدلو او کتلو سره، په کليو او کورونو کې اوس د ولسي کيسو ويلو او اورولو له پاره ډېره اړتيا نه ليدل کېږي. په هر حال، زه چې کوچنی وم، په کلیو او بانډو کې به د شپې له خوا کیسې ویل او اورول د دغو خلکو د ژمي د سړو اوږدو شپو تېرولو، یوازینۍ زړه خوښونکی او بوخت ساتلو غوره موضوع ګڼل کېده. 

وايي چې په پخوا او لرغونو زمانو کې يو سړى په يوه کار او غرض پسې، سهار له خپل کور څخه په خپله کورنۍ آسپه باندې سپور شو. آسپې يې څو ورځې د مخه یو بیان زیږولی و، هغه پخپله مور پسې تر شا روان و، د آسپې څښتن په ډاډه زړه خپل منزل او مزل واهه او په سوچونو وهلو يې دا مزل لنډاوه …

د دې کتاب محتوا د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه د افغان ولسي کیسو په ګډون ده، چې بیلابیل کیسې او پیښې پکې شاملې دي.

 

د افغانستان ځینی ولسي کیسي(دریم توګ)

لیکوال: څيړنپوه علي محمد منگل

(ACKU) خپروونکی : په کابل پوهنتون کې د د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز

لومړی چاپ: ۱۳۹۰ لمریز

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.

© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Additional information

Weight 0.200 kg
Dimensions 13.5 × 21 cm
Audience Age Group

Children, Youth

Available Format

Digital eBook, Physical Copy

Language

Pashto پښتو

Print Type

Color

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د افغانستان ځینی ولسي کیسي(دریم توګ)”

Your email address will not be published. Required fields are marked *