Description
د افغانستان پوهنه د تاريخ په بهيرکی ، د هرې پدیدې پیژندنه او د هغې په لنډ تاريخي بهير پوهېدنه د هغې پدیدې د پیژندنې لپاره اړینه ده نو د دې اثر په پیلامه کې اړتيا ليدل کيږي چې د ښوونې او روزنې د مفهوم لنډه پیژندنه وړاندې کړو زده کړه د پوهې او معلوماتو لپاره له زده کړې څخه عبارت دی. خو روزنه بیا مطلوب او ایډیال ژوند ته د رسېدو لپاره د انسان په سلوک د مثبت بدلون د راڅرگندیدو په معنا او مفهوم ده، چې همدا کار د ښوونې او روزنې د پديدې په اړه د څيړنې او گروېږنې اړتيا لازمي کوي، ځکه چې پردغو مفاهیمو پوهيدنه د يو معقول ژوند په تگلوري د انسان لپاره بنستیزه اړتیا ده.
کې په افغانستان کې د رسمي ښوونې او روزنې د بهیر په اړه څيړنه، چې د هېواد د ښوونیزو روزنیزو بنسټونو له خوا پرمخ بيول کيږي، یوه داسې اړتیا ده چې د هېواد د ډېرو څیړونکو د څیړنې موضوع گرځیدلی او د لیکنې لپاره د زیات شمېر ليکوالو د ارزښتناکو آثارو سرلیک هم گرځېدلې. ځکه چې دغه مفاهيم او له هغو رامنځته شوې پايلې د نورو هېوادونو په څیر په افغانستان کې هم د مثبتوبدلونو
پیلامه ده.
په دې کې شک نشته چې د لرغونې آریانا ، د منځنيو پيړيو خراسان او اوسني افغانستان تاریخی حوزه له ډېرو لرغونو زمانو راهیسې د علم پوهی مرکز او زانگو ده د اسلام له راڅرگندیدو څخه د مخه په دې تاريخي حوزه کې ښوونه او روزنه د ويدي مذهب او بيا وروسته د اوستایی مدنیت په چوکاټ کې ترسره کېده. سربېره پردې په دې حوزه کې د زردشتي دين په مرکزونو کې د ارسطو منطق، فلسفې نجوم علم او يوناني طب زده کړه کیدله.
د دې کتاب محتوا په افغانستان کې د پوهنې تاریخي شالید او د ۱۹مې پیړۍ له لومړۍ نیمایي څخه د ډیموکراسۍ تر لسیزې پورې د افغانستان زده کړه شامله ده.
د افغانستان پوهنه د تاريخ په بهيرکې
:لیکوال: پوهنوال دوکتور حبیب پنجشیری
ژباړن: سرمحقق دوکتور سید محی الدین هاشمی
ایدیتور: نورولي سعيد شينواري
کمپوز: انجینر سید جمال الدین هاشمي
د پښتی طرحه: محمد مظفری
(ACKU) خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.