Description
د افغانستان په فکري او آزادي غوښتونکو غورځنګونو کې د ښځو ونډه ، ځکه چې دغې مساله د لرغونې آریانا څخه پيل بيا تر ننني افغانستان پورې له ډیرو لوړو ژورو را تیره شوې ا ده. هر کله چې په دې برخه کې څه بدلون رامنځته شوی دی، افغاني نرواکې (مرد سالارې) عنعنوي ټولنې په کلکو محافظه کارو حرکتونو سره د هغو مخه نيولې ده او يا يې هغه د یوې کلکې حربې او وسيلې په توگه د واکمن رژیم د بدلون په وړاندې سپر کړی دی، د دې له پاره چې په يوه عنعنوي نرواکې او محافظه کاری ټولنې کې چې د خلکو عامه ذهنیت د قبیلوي ارزښتونو تر اغیزې لاندې وي او د قبيلې د حاکمیت فرهنگ د دغو ارزښتونو د مشروعیت او پایښت له پاره هغې ته ديني، مذهبي او قبيلوي بڼه او خصلت ورکړی او د هغې اعتبار يې د تقدس تر پولې لوړ کړی دی، نو په هیواد کې هر ډول نوښتونه او پرمختگ غوښتونکي سمونونه د دې ارزښستونو د نفي کولو او په نهايت کې د قبیلوي وروسته پاتې ټولنې پورې اړوند عامه ذهنیت سپکاوی گڼل کیږي او په عنعنوي تعبير او تفسير د خلکو عام ذهنیت د هغو په وړاندی تحریک کړی دی.
د آزادی کلمه په بیلا بیلو ژبو کې په بیلا بیلو بڼو او معناوو کارول شوې ده: په اوستايي ژبه کې آزاته، په پهلوي ژبه کې آزاتیه، په سرياني ژبه کې حير، په عبري ژبه کې حور، په عربي ژبه کې ،حر په انگليسي ژبه کې فریدم او لبيرتي. همدارنگه دغه کلمه په دري ژبه کې د حریت، اختیار، قدرت بر عمل و ترک عمل، قدرت انتخاب رهایی خلاصی، آزاد مردی، شادی، خرمی خشنودی او رضا په معناوو کارول شوي ده.
د افغانستان په فکري او آزادي غوښتونکو غورځنګونو کې د ښځو ونډه
لیکوال: پوهاند احمد ضیاء نیکبین
ژباړن: سر محقق سید محی الدین هاشمي
د پښتۍ طرح:رضا پارسا
ACKU خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
328 :پر له پسې نومره
لومړی چاپ: ۱۳۹۴ لمریز/ ۲۰۱۶ م
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.