Description
د افغانستان نوميالۍ ميرمنې (دويم ټوک) زموږ هیواد، چې د تاريخ په اوږدو کې یوه زمانه د آريانا په نوم، بیا د باختر او خراسان په نومونو ياد او په اتلسمه پیړۍ کې ((افغانستان)) نومول شوی، د زمانې د پیریو په پوړیو کې پکې میرمنې له اغیزمن ټولنیز دريځ څخه برخمنې وې. له تاريخي څيړنو جوتیږي چې په لرغونې آريايي ټولنه کې،چې کورنۍ خپل ځانګړی ارزښت او اهمیت درلود نو بنسټ یې میرمن وه ځینې راپاتې روايات، سرودونه مجسمې ، انځورونه، ليکونه او ډبرليکونه د دې څرګندويي کوي چې ښځې د ټولنې په سمبالښت کې له نارینه سره اوږه په اوږه ونډه درلوده.
پورچیستا، له میلاد څخه د مخه د آریایانو د لرغوني مذهبي مشر سپین تمان سپنتمان یا د زیر اوښ څښتن (زردښت لور چې په خپله زمانه کې يوه ښکلې او هوښياره ميرمن وه. هغه پلار یې دخپلې زمانې د يو ډیر مشهور پوه او هوښیار سري جاماسپ د ژوند ملکرې کړې وه جاماسپ د آريايي عصر د نوميالي واکمن (( ویشتاسب)) د دربار وزیر ، دحکومت په چارو ،پوه عالم او فاتح سوبمن شخصیت و چې د ((جاماسپ نامک)) په نوم تري يوليکلي اثر هم راپاتې دی.
(د افغانستان نوميالۍ ميرمنې (دويم ټوک
لیکواله: سرمحقق سيد محى الدين هاشمي
د پښتۍ انځور: محسن حسیني
ACKU خپروونکی: په كابل پوهنتون كې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 312
لومړی چاپ: 1394 هجري لمریز/ 2015 ز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.