Description
د افغانستان اوسني کیسه لیکوال ، دا کتاب له دريو برخو جوړ شوی دي: لوستونکي به د کتاب په لومړيو کې د لنډې کيسې او رمان له پيدايښت سره آشنايي پيدا کړي، له دې وروسته به د کيسې ليکنې سبکونو او مکتبونو او په افغانستان کې د لنډې کيسې شاليد ته کتنه ولرو. د کتاب اصلي پام پر دې راټول دی څو لوستونکو ته د افغانستان کيسه ليکونکي او د دوی د کيسه ليکنې سبکونه او هنرونه ور وپېژني، په دې برخه ، به د افغانستان د کيسه ليکونکو او رمان ليکونکو ژوندليکونه او د آثارو نومونه ولولئ، په دې سره به ليکونکي له هر ډول بېلوالي پرته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د بېلا بېلو ژبو له کيسه ليکونکو سره اشنايي تر لاسه کړي.
په افغانستان کې پر معاصرو کيسه ليکوالو کار خورا ډېرې ستونزې لري: لومړۍ ستونزه داده، چې د افغانستان خلک له خپلو کيسه ليکوالو او د دوی له آثارو او هنر سره واټن لري، په دې معنا چې ډېري کيسه ليکوالو په خپلو خپلو ژبنيو حوزو کې سنګرونه جوړ کړي دي، دا سنګرونه د کلتوري اړيکو مخه ډب کړې ده او دې ستونزې د څېړنې پر وخت د ليکوال پر وړاندې هم ستونزې راټوکولې وې.
د افغانستان اوسني کیسه لیکوال
لیکوال: علي پیام
ژباړن: عصمت الله مایار
د پښتۍ انځور: محسن حسیني
ACKU خپروونکی: په كابل پوهنتون كې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 307
لومړی چاپ: 1393 هجري لمریز/ 2015 ز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.