Description
په افغانستان کې د انارواقتصادي ارزښت ، زموږ گران هېواد افغانستان د مناسبې اب او هوا د درلودلو له امله د مختلفو مېوو د کښت او روزنې ټاټوبی دی چې په نړيواله کچه شهرت لري. د افغانستان هغه مېوې چې په نړۍ کې ډېر نوم او مينه وال لري له انگورو، منو، انارو ،زردالو خټکیو بادامو پستې او نورو څخه عبارت دي. د دغو مېوو باغونه او پالیزونه له پېړيو راهيسې زموږ په هېواد کې پالل کېږي او زموږ بزگران او بڼوال د هغو په کښت او روزنه کې ښـــه مهارت لري. دا مېوې سربېره پر دې چې زموږ د هېواد کورنۍ اړتياوې پوره کوي، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته هم لېږل کېږي. د دې سوداگرۍ په پایله کې یوه اندازه بهرني اسعار هېواد ته راوړل کېږي او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې د پاملرنې وړ برخه اخلي.
داسې اټکل کيږي چې د انارو ونې د افغانستان، ایران او شاوخوا سيمو څخه خپرې شوې دي. انار د کرلو اوږده تاریخچه لري او د تاريخي شواهدو پر بنسټ یې کرنه د عیسی (ع) د زېږېدو څخه د مخه ۲۵۰۰ کلونو ته رسیږي. د کښت اصلي ځای یې افغانستان، ایران او شاوخوا سيمې گڼل شوې دي. د اسيا په لويه وچه کې .
انار پر افغانستان او ایران سربېره په ترکیه او ازبکستان د اروپا په اسپانیا او د افریقا په شمالي څنډو د مدیترانې په جنوبي سواحلو) کې کرل کیږي. د نړۍ په نورو سیمو کې یې تر کښت لاندې سيمې لږې دي. د انارو تروه ډولونه د پورته یادو شویو سیمو په ځنگلونو کې په وحشي ډول موندل
کيږي.
په افغانستان کې د انارواقتصادي ارزښت
لیکوال: پوهنمل دیپلوم انجنیر محمدعمر انورزی
ژباړن: پوهنمل دیپلوم انجنیر محمدعمر انورزی
د پښتۍ انځور: محمد مظفري
ایډیټر: لعل آقا شیرین
ACKU خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو منبع
لومړی چاپ: ۱۳۹۵ لمریز، ۲۰۱۶ م
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.