د افغانستان ملي موزيم او زموږ فرهنګي ميراث

$10.00

د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتيوت د استاد پروفيسور ګيل سټين او الخاندرو ګاليګولاپز دغه ارزښت لرونکی اثر د «توانا» کتابونو په لړۍ کې په پښتو او فارسي ژبو خپور شوی دی.

دغه کتاب د افغانستان د ملي موزيم د رييس محمد فهيم رحيمي په پيليزې سره د ځوانانو او تنکيو ځوانانو له پاره په ساده او روانه ژبه ليکل شوی دی او په لنډ ډول د تاريخي دورو ځانګړې فرهنګي، ټولنيزې او سياسي ځانګړتیاوې بيانوي.

په دې کتاب کې د کرونولوژۍ له مخې تاريخي دورې، د ډبرې له زمانې څخه پيل بيا تر نن پورې معرفي شوې دي او پر هغې تاريخي اثارو چې د افغانستان په ملي موزيم کې ساتل کېږي هم استناد شوی دی.

SKU: ACKU#066 Categories: ,

Description

له هرې تاريخي دورې څو لرغوني اثار معرفي شوي دي. لوستونکي په ځانګړي ډول د ښوونځي زده کوونکي د دې کتاب په لوستو سره د ملي موزيم لیدو او همداراز د هېواد فرهنګي ميراثونو ته د معنوي پانګې په سترګو کتو ته هڅول کېږي.

په ټوليز ډول، د دې کتاب منځپانګه، د لرغونو تمدنونو په اړه د خلکو په ځانګړي ډول ځوان نسل د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره د ارزښت وړ ده.

د دې کتاب خپرول او وېشل زموږ د پخوانيو او ځينو هغو ميراثونو د درنښت له پاره چې له پرلپسې کړکېچ څخه را پاتې دي خو اوس هم له ګواښ سره مخ دي، يوه هڅه ده.

د افغانستان د ملي موزيم او زموږ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او پالنې له پاره د خلکو په پوهاوي کې مرسته کوي.

دغه کتاب د افغانستان د ملي موزيم، ACKU او د شيکاګو پوهنتون د ختيځ پېژندنې انستيتيوت ګډ کار دی.

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د افغانستان ملي موزيم او زموږ فرهنګي ميراث”

Your email address will not be published. Required fields are marked *