Description
د افغانستان کلي د پرمختیا په لور ، د ټولنېز او محيطي پلوه په مساوي او دوامداره ډول د کليوالو خلکو د معیشت او ژوند ښه ،والی د طبيعي فزيکي، بشري، تكنولوژيكي او ټولنېزو سرچینو او خدمتونو ته لاس رسی او د توليدي سرچينو مالي، اقتصادي او سياسي د کنترول له لارې د کلیو د پرمختګ موخه ده. د بیوزلۍ او بې روزګارۍ د کچې کمول، د ټولنېزو او اقتصادي زيربناوو ،ایجاد د ښوونې او روزنې د زمينو برابرول او ښارونو ته د موسمي او دايمي مهاجرتونو د مخنيوي په منظور د بې روزګاره ځوانانو او زیان مننونکو بزګرانو او مزدورانو ته د کاري زمینو برابرول، د کلیو د پرمختیا د پروګرامونو له لومړنيو موخو څخه دى.
د کلیو پرمختګ د خلکو اقتصادي ښه والی او په لوړه کچه ټولنېز بدلون ته وايي ددې لپاره چې د کلیو خلک په اقتصادي لحاظ پياوړي شي، په پرمختيايي پروګرامونو د خلکو ونډه ، دمرکزيت نشتوالی، د ځمکو د ویش سمون او مالي پورونو ته لاس رسی ضروري بريښي
د افغانستان کلي د پرمختیا په لور
لیکوالان: پوهنمل دیپلوم انجنیر محمد عمر انورزی او ډاکټر فرید احمد رحماني
پښتی انخور: نجیب الله مهرزاد
(ACKU) خپروونکی : په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
پرله پسې نومره: 278
لومړی چاپ: 1391 هجري لمريز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.