د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره روزنیزې کیسې

$5.00

په دې کتاب کې د بېلابېلو کلتورونو او عقایدو په اړه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یوولس لنډې روزنیزې کیسې ځای پر ځای شوې دي. دغه کیسې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره الهام بښونکې او روزنیزې دي.

  دا کیسې د هغو سترو نارینه وو او ښځو د مبارزو رښتینی روایت دی چې د ازادۍ، برابرۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره یې هلې ځلې کړې او په پای کې بریالي شوي دي.

وړیا دانلود:

SKU: ACKU#0055 Categories: ,

Description

په دې کتاب کې د بېلابېلو کلتورونو او عقایدو په اړه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یوولس لنډې روزنیزې کیسې ځای پر ځای شوې دي. دغه کیسې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره الهام بښونکې او روزنیزې دي.

دا کیسې د هغو سترو نارینه وو او ښځو د مبارزو رښتینی روایت دی چې د ازادۍ، برابرۍ، عدالت او انساني کرامت لپاره یې هلې ځلې کړې او په پای کې بریالي شوي دي.

د دې رښتینو کیسو په لوستلو سره په دې پوهیږو چې انسان انسان دی، تور او سپین رنګونه او بېلابېل توکمونه په نړۍ کې د عالم د هستۍ زیاتوالی ښيي. د نورو هیلو او غوښتنو، عقیدو او سلیقو ته په درناوي سره کولای شو چې موږ له تاوتریخوالي او جګړې څخه لرې انساني ژوند ولرو.

زده کوو، سوله هلته ممکنه ده چې انسانان یو بل له ټولو فزیکي او باوري یا عقیدوي توپیرونو سره ومني او ورسره مینه ولري.

په دې کیسو کې د نړۍ له تاریخي څېرو او مشهورو شخصیتونو څخه هم یادونه شوې او د هغوی د کړنو او چال چلند په اړه رښتینې کیسې بیان شوې دي.

اغلې پروین پژواک دغه کیسې په ساده او روانه ژبه له انګلیسي دري ته ژباړلي او ښاغلي لعل اقا شیرین له دري څخه پښتو کړې دي. اغلې پژواک په هره برخه کې د کیسې د شخصیتونو په اړه روزنیز معلومات

 

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره روزنیزې کیسې”

Your email address will not be published. Required fields are marked *