د توپان شپه

باران خورا زور اخستی و او ورسره د تالندې او برېښنا وېروونکو غږونو او رڼاګانو هم زړونه بوټ ایستل. یوه-‌ نیمه ږلۍ هم له باران سره مله وه او د کړکیو ښیښې به یې پرله‌پسې خلکو ته ټکولې؛ داسې ټک‌هار چې ته به وايې یا ماشومان ښيښې په کاڼو ولي او یا یې هم سپي او لیوان په پنجو ټکوي.

باران او تالندې لا نور هم پسې زور واخست، اسمان  تورو ورېځو پوښلی و او د تالندې او برېښنا وېروونکې پړقا به وخت ناوخت د کلي توره ځمکه او د کلي دیوالونه رڼا کول.

وړیا دانلود

SKU: ACKU#0052 Categories: , ,

Description

باران خورا زور اخستی و او ورسره د تالندې او برېښنا وېروونکو غږونو او رڼاګانو هم زړونه بوټ ایستل. یوه-‌ نیمه ږلۍ هم له باران سره مله وه او د کړکیو ښیښې به یې پرله‌پسې خلکو ته ټکولې؛ داسې ټک‌هار چې ته به وايې یا ماشومان ښيښې په کاڼو ولي او یا یې هم سپي او لیوان په پنجو ټکوي.

باران او تالندې لا نور هم پسې زور واخست، اسمان  تورو ورېځو پوښلی و او د تالندې او برېښنا وېروونکې پړقا به وخت ناوخت د کلي توره ځمکه او د کلي دیوالونه رڼا کول.

باران ښه ځنډ وورېد، همدا چې زړه یې ښه یخ شو، ساعت پس ورېځو کډې بار کړې او د کلي له اسمانه د ښکته غره پر خوا رهي شوې چې هلته خپل زړونه تش کړي او وورېږي.

سپو چې پر کلي د ډېر تېز باران، تالندې او برېښنا له ډاره د کلي په ګوښي ګوښي څنډو کې ځانونه خپ کړي وو، د باران له درېدو سره جوخت، یو یو له خپلو پټنځایونو راووتل او د سپو غپاه او انګولاوو یو ځل بیا کرار کرار د کلي ماحول په سر واخست.

سلیم او زرمینه خپلې مور ته ور جوخت شول. سلیم پر یوه زنګانه او زرمینې د مور په بل زنګانه سرونه کېښودل. لږ ځند وروسته دواړه په درانه خوب ویده وو، خو مور لا هم بیداره وه او په دې چرتونو کې وه چې د ماشومانو راتلونکې به یې څنګه وي؟ غربت‌، بې‌وزلۍ، یوازېتوب او د مېړه مړینې هغه اړ کړې وه چې د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنه شي. په همدغو چرتونو چرتونو کې یې سترګې سره ورغلې او خوب یوړه.

یوه سترګه خوب به یې لا نه‌ و کړی چې د یوه هیبتناک غږ په اورېدو ناڅاپه په ځای کې را نېغه شوه، یا الله خیر! دا غږ د څه شي دی؟ یا الله اولادونو ته مې خیر کړې، د سر خیر یې درځنې غواړم!

د سهار سپېدې راڅرګندې شوې وې او د غرونو په لوړو څوکو د رڼا څرکونه ښکارېدل. هیبتناکو غږونو او شور کلیوال هم له خوبه راپاڅولي وو، ټول وارخطا ښکارېدل، ټولو الله ته لاسونه لپه کړي وو او د خیر دعاګانې یې کولې. دا هیبتناک غږونه او اوازونه په اوبو کې د لویو او غټو کاڼو(ډبرو) د توغړېدو له کبله پورته کېدل او شور به تر ډېره سیلابي څپو کاوه. خلک له کورونو دباندې راووتل، خو زرمینه او سلیم لاهم په خواږه خوب ویده وو. مور یې څه شیبه نور هم ارام پرېښودل، خو د اوبو په سیلابي څپو کې د ډبرو د توغړېدو او جنګېدو غږونه دومره اوچت او وېروونکي وو چې چا ترې سترګه نه‌شوه پټولی. زرمینه او سلیم هم وېرېدلي او وارخطا راپاڅېدل او له مور یې غېږې تاو کړې. ټول کلیوال په منډه کې وو، هر یو هڅه کوله چې له کلي ووځي، خو خبره له خبرې تېره وه او چا ته له کلي څخه د وتلو او تېښتې فرصت نه‌و پاتې. ځکه سیلاب ډېر چټک رهي و او د کلیوالو د وتلو مخه یې ډب کړې وه.

وړیا دانلود

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د توپان شپه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *